کابل ټکی کام ۰۹غويي/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د یوه سیاسي استازي په ورتګ نا خبري ښودلې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو د درالانشا رئیس اعزاز چوهدري تېره ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، چې د افغان طالبانو د سیاسي استازو له ورتګ څخه نا خبره دی.
«مونږ د افغان طالبانو د سیاسي دفتر له لورې پاکستان ته له راغلي پلاوي په اړه معلومات نه لرو، مونږ د طالبانو د پلاوي په اړه ځواب نه شو درکولی.»
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د طالبانو له لورې رسنیو ته په استول شوي پیغام کې راغلي دي، چې د دوی د مشرتابه له لورې یو سیاسي پلاوی اسلام اباد ته تللی دی، تر څو د مهاجرینو او د طالب بندیانو په اړه د پاکستان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
طالبانو دا رد کړې ده، چې پاکستان ته د دوی تللی پلاوی د سولې په روانو هڅو کې ګډون وکړي.

















