بلجیم د پارېس د بریدونو تورن (صالح عبدالسلام) فرانسې ته تسلیم کړ

کابل ټکی کام ۰۹غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې بلجیم د پارېس په بریدونو کې تورن صالح عبدالسلام فرانسې ته سپارلی دی.
صالح عبدالسلام د فرانسې پلازمینه پارېس کې په بېلابېلو بریدونو تورن دى.
د عبدالسلام په دغو بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي وو.
عبدالسلام چې ۲۶ کاله عمر لري، فرانسوي الاصله او په بلجیم کې زېږېدلی دی.
د روان کال د مارچ میاشتې په ۱۸مه نېټه د بلجیم پلازمینه بروکسل کې نیول شوی وو، چې دا مهال بلجیم فرانسې ته وسپارلو.
ویل کیږي، چې له صالح عبدالسلام څخه دا مهال ګرویږنې پوښتنې روانې دي.
د یادولو ده، چې د صالح عبدالسلام له نیول کېدو وروسته په بروکسل کې بریدونه وشول، چې ۳۲ کسان پکې ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button