سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

روسیه هم افغانستان سره پوځي تړون ته چمتو شوه

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اپریل 28, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
11
ځلې شریک شوی
133
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

دملي یووالي حکومت چې تر یودرځن زیاتو هېوادونو سره پوځي او دستراتیژیکوهمکاریو لاس لیکونه وکړل او سره دلاس لیکونو په افغانستان کې دجګړې لمن ورځ په ورځ پراخیږي  روسانو هم دافغانستان سره دپوځي همکاریو دتړون چمتووالی وښود.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

په کابل کې دروسیې سفیر الکزاندرماتیتسکي یوه خبري کنفرانس ته په خپله ویناکې دافغانستان دروانې بدې امنیتي وضع په اړه وویل افغانستان دامهال دډیرو سختو امنیتي او اقتصادي ستونزوسره مخ دی که دافغانستان سره ددې سختو حالاتو دله منځه وړلو په خاطر ژوره مرسته ونه شي تردې به هم دسختو امنیتي ستونزوسره مخ شي ، چې بیابه یې مهار کیدل ګران وي.

دماتیتسکي په وینا که افغانستان له روسیې وغواړي دروانو امنیتي حالاتو په مهارکولو کې ورسره مرسته کولای شي او دافغانستان د امنیتي ستونزو دکنترول لپاره ماتیتسکي دروسیې او افغانستان امنیتي موافقه اړینه وبلله .

په کابل کې دروسيې سفیر ماتیتسکي نهه میاشتې دمخه په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغانان دې اوس  پر روسیه کوم شک نه کوي چې بل پوځي تیری ته به لاره هواره شي  ده وویل :

دروسيې دولتي لوړپوړو چارواکو څو څو واره دخپلونظامي مشرانو سره پرافغانستان په کړي پوځي یرغل دخپلې تیروتنې اعتراف کړیدی او زه افغانانو ته ډاډ ورکوم چې روسیه به بیا دالویه تیروتنه نه کوي.

ښه شوه چې په افغانستان کې روسي سفیر پرافغانستان دخپل پوځي یرغل په کولو اعتراف وکړ او خپله لویه تیروتنه یی وبلله خو هغه وخت به دملګرو ملتونو په غونډه کې چې دافغانستان په اړه جوړه شوې وه دکارمل په حکومت کې  روسانو ته وفادار سلطان علي کشتمند وویل (لازم است تابه شکل دقیق ګفته شود که قوای اتحاد شوروی تنها وتنها به اعمال دفع مداخله ګرانه قوتهای خارجی که بیرون ازخاک افغانستان صورت میګیرد جهت همکاری خواسته شده است.)

اوس چې دملي یووالي حکومت دروسيې سره دګډې همکارۍ په نامه غوږونه نږدې کړیدي دا نیوکه پرې کیږي چې روسانو دافغانستان سره په ټولو کړو موافقو دملګرو ملتونو دمنشور دیوپنځوسمې مادې څخه سرغړونه وکړه او پرافغانستان یی پوځي یرغل وکړ.

افغانان څو څو واره دامریکا او روسېې دسیالیو ترمنځ راګیر شویدي دا اوس چې به کابل کې روسي سفیر دافغانستان سره د پوځي همکاریو او موافقی دلاس لیک چمتووالی ښې داهم دامریکا سره دروسېې دپخوانۍ سیالۍ پاتې برخه ده ، افغانانو هیڅ وخت دیوه هیواد سره هم دلاس لیک او یاکومې موافقې نه سرغړونه نده کړی خو امریکا، روسېې او نورو هیوادونو چې ځانونه افغانستان ته دوستان ورپیژنی دافغانانو سره ېې دچل او فریب نه کار اخستی دی .

روسانو په ۱۸۸۵م کال پنجده ونیوله افغانانو ورسره ځان جګړې ته تیارکړ روسانو افغان دولت نه وغوښتل چې پر بنجده دې ورسره جګړه نه کوي موږ به دتل لپاره پرافغانستان پوځی تیري نه کولو لاس لیک ورکړو افغانی چارواکو ورسره ومنله، روسانو په ۱۸۹۵م کال په رسمي توګه دافغانستان شمالی سرحدونه په رسمیت پیژندلو تسلیم کړل او لاس لیک یی وکړ.خو بدبختانه بیایې هم پرافغانستان پوځي یرغل وکړ.

دپخواني شوروي اتحاد ددفاع وزارت دسیاسي چارو دریاست سلاکار واسلي زاپلاتین، دلوې درستیز مرستیال جنرال اخراسیف، دبهرنیوچارو دوزارت مرستیال جنرال وارینکوف او نورو جنرالانو په وار وار په خپلو تیروتنو اعتراف کړیدی خو دادی بیا هم دخپلو سیاسي  موخو دترلاسه کولو او دامریکاسره دزړې سیالۍ دپاللو په غرض دافغانستان سره پوځي همکاریو او تړون ته خپل چمتووالی ښیې.

دلته سوال دادی چې روسانو په افغانستان کی نهه کاله جګړه وکړه دافغانانو کورونه او ښارونه یی په کنډوالو بدل کړل اوس دکوم خطرله مخې دافغانستان سره لاس لیک کوي پرافغانستان خو امریکا یرغل کړی دی او تراوسه یی پکې پوځونه میشت دي نو ر دچانه خطردی او کوم ډول خطر؟

موږ منو چې دا وخت روسیه په منځنی ختیځ او منځنۍ اسیاکی اقتصادي رول لري او دا رول ېې پرافغانستان اغیز لري خو افغاني چارواکې او سیاستوال باید لږ څه دروسانو شالید ته هم متوجه شي چې دافغانانو سره ېې څه کړیدي ؟

اوس باید افغان چارواکې بیا دامریکا او روسيي ترمنځ دسیالیو ښکارنه شي افغان ځوانان غواړي په خپلې سیاسي انګیزې سره په افغانستان کې دپردیوداثرڅخه ازاد یو داسې سیاسی بدلون راولي چې دتل لپاره دپردیو دلاس وهنو څخه ازاد وي  .

مخکینې مطلب

بلجیم د پارېس د بریدونو تورن (صالح عبدالسلام) فرانسې ته تسلیم کړ

بل مطلب

ننګرهار کې نا پېژانده وسله والو یوه بهرنۍ مېرمن تښتولې ده

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com