کلونه کېږي چې د افغان وینه دارې وهي!!

لیکوال: صفي الله (صاحبزاده)
کلونه وشول چې دافغانانو په کورونو د وینو سیلابونه  روان دي، او لا هم جریان لري.
خو ورځې مو بدلې نه شوي، خوشحالي مو نصیب نه شوه، سوکالي مو نصیب نه شوه، ټول عمر مو له دردونو او غمونو سره لوبې وکړي، غم دی او افغان دی، ماخو چیرته په دې تیر عمر کې د افغانې مور په سترګو کې ښکلا وه نه لیده،او نه مې هم د افغانې خور په شونډو کې موسکا ولیده، کله د ریان په مورکۍ غم وي او کله د اباسین په خورکۍ، میاشتې وشوي چې د افغانې ادکۍ مور ستونی نور له ډیرو چغو ناست دی، په زړه سورۍ مورکۍ دومره وژړل چې د اوښکو پر ځای یې په سترګو کې نېږدې ویني روانې شي، میاشتې وشوي چې دپښتنې خورکۍ  نازولی وړوکی ورور یې ورک دی، او لا یې هم د وړوکې ورور ابابســــین په انتظار ده.
دا ساده خورکۍ لا په دې نه ده خبره چې دلته د پښتون په سیمه کې انساني لیوان پیدا شوي، نور انسانان خوري، دلته په سیمه کې انسان شکله  وحشيان وجود لري او دځناورو په شکل ښکلي ماشومان خوري.
ساده خورکۍ لا په دې نه ده پوهه چې دلته د وینو تګې داړه ماران ګرځي، دلته یو انسان د بل انسان د سر وینو ته ناست دی،  خو بیا هم لا خپل اباسین ته منتظره ده، چې رابه شي، مور ته وایې مورې اباسین به راشي پلار ته وايې اباسین به راشي صبر وکړئ رابه شي.
خورکۍ څنګه به ستا اباسین ورور کورته راشي !
چې ستا دوطن افغانان وروڼه تاته د خور په نظر نه ګوري، څنګه به ستا نازولی اباسین راشي چې د وطن ځانان ستا ورور ته د ورور په سترګه نه ګوري، څنګه به ستا اباسین ورور  کورته شپه راوړي چې د ملک ظالم واکداران  دې د ورور په وینو کې لاسونه سره دي؟
 څنګه به ستا نازولی کورته راشي چې خپلو مصلح  طالبانو دې اباسین ورور پردی وګاڼه او د ظالم له منګولو یې درته ژر ازاد نه کړ؟
خورکۍ!  ستا د اباسین په وینو کې راته ټول افغانان ګرم ښکاري.
خورکۍ ! من حیث یو افغان درته سخت شرمنده یم، ای کاش چې مونږ د قلم له لارې یو څه کړي وای، چې وه نه شول.
آه خورکۍ ته به ژاړي، ستا به غاړې له ډیر چغو ناستې وي، خو اباسین …
آه آه څومره ستر درد درته رسیدلی؟ ته به وا دا دچا دلاسه!؟
دا چا داسې راسره وکړل د اباسین څه ګناه او کومه خطا وه؟
خو خورکۍ زه به درته ووایم چې دا دچا دلاسه! ؟
دا دي ګډ ظالم بلواک حکومت د لاسه !
دا دحکومت د لنډغرو چرسي اربکیانو دلاسه،  دا د هغه چا دلاسه چا چې دغو لنډغرو داړه مارانو ته  رایه ورکړي، چې نن د همدغو رایو ثمره پخپله وینو.
 دا دهغه چا د لاسه چې د افغانانو په خاصه توګه د   پښتنو ستر قاتل دوستم ته یې رایه ورکړه او په خپل سر یې ظالم حاکم وټاکه، چې نن مو داحال دی.
خورکۍ ستا داباسین په اختطاف کې یواځې هماغه تښتونکې لاس نه لري بلکې  حکومتې داړه ماران هم په کې پوره سهم لري، کنې څنګه د کابل له منځه یو شخص وتښتول شي!
ستا داباسین په وژنه کې یواځې د وحشي داود لاس نه و، بلکې حکومتې داړه ماران هم پکې ښکیل و.
بس بې له صبر او تحمل نه به بل هیڅ په لاس درنه شي،  ځکه دلته د ظالم بلواک پاچاهي ده چې هیڅ نه شي کولي.
ستا داباسین حساب به له مجرمینو سره یو الله کوي ، او هماغې ورځې ته منتظره اووسه!!
په غم مو غم جن یم له الله پاک نه درته صبر جمیل او اجر عظیم غواړم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button