تنکی شهید اباسین، د دموکراسۍ د سیند څپو لاهو کړ

تبصره : ډاکټر آصف

د طالبانو د پنځه کلن حکومت پر مهال ظالمان، قاتلان، غله، لارې شکوونکي، غاصبان او وېره اچوونکي ټول له مخې مهار کړای شوي وو، د طالبانو د پنځو کلونو حکومت په دور کې د افغانستان په ټوله خاوره کې داسې خواشینوونکې او ویره اچوونکې پیښې ندېترسره شوې لکه نن چې د دموکراسۍ د حکومتپه هره اونۍ یا میاشت کې یوه یوه رامینځته کیږي، سره له دې چې د دې حکومت ټول امنیتي ارګانونه په داسې وسلو او وسایلو سمبال دي چې د افغانستان په تاریخ کې ساري نه لري خو بیا هم خورا بوږنوونکې پیښې په ډیر خلاص مټ ترسره کیږي. وجه یې څه ده؟ وجه یې معلومه ده.

الله تعالی خپلو بندګانو ته لارښوونه کړې ده چې: (ولکم في القصاص حیاة یا أولي الالباب) یعنې ای د عقل څښتنانو! تاسې ته په قصاص کولو کې د امن نه ډک ژوندون کول پروت دی.

معنا دا چې که تاسې د قصاص حکم هغسې چې الله یې امر کړی تطبیق کړئ نو ستاسې ژوند به د تل لپاره د شریرو له شر نه خوندي شي.

فعلی دموکرات حکومت بیا وایی چې نه! قصاص کول د بشر د حقوقو نه سرغړاوی دی، همدا راز خدای تعالی د غله د سزا باره کی فرمایلي دي: (السارق والسارقة فاقطعوا ایدیهما) یعنی که ښځینه او یا نارینه غلا وکړي نو لاسونه یې پرې کړئ. خو ګورو چې د دې فاسد نظام د برکت له امله د هیواد په ګوټ ګوټ کې غلاوې او چور او چپار په ډېرې سپین سترګۍ سره روانې دي.

دا د لمر په څېر څرګنده ده چې که دا حکم یا حد تطبیق شي نو ستر حکمت یې دادی چې که چاته بیا د زمري زړه ورکړل شي نو غلا کول خو پرېږده چې جرأت به یې هم ونکړي. همداراز د لارې شکوونکو په هکله الله تعالی فرمایي: چې لاسونه او هم یې پښې دواړه ورپرې کړئ.

خو له غرب نه راغلې فرسوده دموکراسي قانوننظام وایی چې نه! د غله نه لاس پرې کول او د لارې شکوونکي نه لاس او پښه پرې کول د بشر د حقوقو نه سرغړاوی دی، باید لږ غوندې آسانه سزا ورکړای شي لکه څو کاله بند او داسې نور.

 که د دې ماډرن جاهلی قانون نه پوښتنه وشي چې دا بشر الله تعالی پیدا کړی او که تاسی پیدا کړی؟ معلومه خبره ده چې وبه وایي چې دا ټول بشر الله تعالی پیدا کړی.نو باید په دې وپوهیږي چې د ژوند د کولو لارښوونې هم ورته الله تعالی وراستوليدي چې د هغې په عملي کولو سره یې د دنیا او آخرت دواړه ژوندونونه د سوکالۍ وړ ګرځي.

خو دموکراسي وایی چې نه! د لاس پري کول، قصاص کول، لاس او پښې پری کول یو وحشي او ځنګلي قانون دی.

ګرانو لوستونکو!

اوس پخپله وګورئ او قضاوت وکړئ چې د خدای قانون ته وحشي او ظالم قانون ویل او د بشر د حقوقو نه یې سرغړاوی ګڼل خو په څلور مذهبه ښکاره کفر دی، دا یې یو نقصان. دوهم نقصان یې دادی چې په معاشره کې به ډاکوان، ظالمان، غله، غاصبان، او داسې نور په آزادانه ډول د قتل، غلا، او لارو شکولو منصوبې جوړوي او په ډاډه زړه به یې عملي کوي، ځکه چې هغوی په دېډاډه وي چې اسلامي قانون نافذ ندی نو ځه به دوی ته کومه سخته اسلامی سزا نه ورکول کیږي، بلکه نن سبا د دموکراسۍ قانون نافذ دی. او چې د دموکراسۍ قانون نافذ وي نو ټولو ته جوته ده چې لومړی خو په رشوت سره هم کار کیږي، دوهم که واسطه پیدا شي نو رشوت ورکولو ته هم څه ضرورت نه پیدا کیږي، که فرضا دا دواړه له لاسه ووځي نو پخپله قانون کې داسې سزاګانی نشته چې یو انسان دې وویروي او د غلا، قتل، لارې شکولو او داسې نورو نه یې منع کړي او په دې ارزي چې سړی غلا اوقتل وکړي که پکې بندي هم شي یا رشوت ورکړي هم تاوان نه کوي.

که فکر وکړو د طالبانو د پنځه کلن حکومت له سقوط نه وروسته تر ننه پورې څومره وحشي او ظالمانه او د بشري حقوقو پر خلاف پیښې ترسره شوي او لا هم دوام لري.

پلار له لور سره زنا وکړه، له کوچنیو ماشومانو سره بد فعلي وشوه، مسافرې ښځې له موترو ښکته کړای شوې بدلمنې ورواړل شوې، کوچني ماشومان بې رحمانه په مبهم ډول ووژل شول، ډیری درانه او عزت مند خلک د پیسو لپاره یرغمال کړای شول. او داسې نور.

وروستۍ زړه بوږنوونکې پیښه یې د شهید اباسین تنکی ماشوم ده چې د پیسو غوښتلو په خاطر د ډموکراسۍ له برکته د داړه مارانو لخوا یرغمال کړای شو، پیسې یې له کورنۍ نه وغوښتل شوې خو د اباسین کورنۍ دومره پیسې نه درلودې څومره چې ډاکوانو غوښتې، نو یې ورنه یوه ګوته پرې کړه او د هغه کورنۍ ته یې واستوله، خو چې بیا هم پیسې ورنه کړای شوې نو په ډېرې بې دردۍ یې په شهادت ورساوه،(انا لله وانا الیه راجعون) الله دې د دېتنکي شهید شهادت قبول کړي او الله دې یی ورثه و ته د زړه صبر ورکړي او الله دې زر ترزره زمونږ ملت د دموکراسۍ له لعنت نه خلاص کړي او الله مو دې د اسلامي نظام او شرعي قانون له نفاذ نه برخمن کړي چې بیا د هیواد دغه ظالمان خلاص مټ او خلاصې تڼې ونشي ګرځيدای.

افغانستان ته د لعني دموکراسۍ د سیند په راتلو سره ډیری افغانان د دغه سیند څپو لاندې کړي دياو هیر کړای شوي دي، چې بالآخره اوس د تنکی اباسیند نمبر راغی او هغه یې هم لاهو کړ.

هو! تنکی شهید اباسین، د دموکراسۍ د سیند څپو لاهو کړ

تر څو چې دا شیطانی قانون نافذ وي نو له دې نه د سختو پیښو انتظار وباسئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button