شــعــر او عــاطفــه

ليکوال: احسان الله درمل

ځینې کره کتونکي شعر ته د عاطفې اولاد وایي، حقه خبره کوي، خو بې عواطفو شعرونه هم کم ندي. عاطفه د چاپیریال او حوادثو پر وړاندې، چې د حواسو له لارې یې انسان جذبوي، د انسان د ذهن عکس العمل دی.

که ستا پر وړاندې یو کس وژل کیږي، دا حادثه ته د سترګو، غوږونو او ځینې نورو حواسو له لارې په تدریجي توګه حافظې ته سپارې ( یا ښه ده ووایو ستا حافظې ته سپارل کیږي) نو د قتل دا پیښه ستا پر ذهن یو اغیز شیندي.

ته خپه کیږې، ژاړې، یا حتی ممکن خوشحال شې، خو ستا په درون کې یو ډول بدلون رامنځته کیږي، چې ستا د وجود تر نارمل فزیولوژیک حالت توپیر لري. په وجود کې دغه نوی رامنځته شوی بدلون او اغیز عاطفه ده، چې د قتل پر وړاندې ستا د عصبي سیستم له عکس العمل نه رامنځته کیږي.

که د پیښو او شاوخوا پر وړاندې د عصبي سیستم عکس العمل عاطفه وي، نو عواطف د پيښو او چاپیریال د رنګانګۍ او بیلوالي په اندازه ګڼ او رنګا رنګ دي.

زموږ په ادبي متونو کې کله، کله یوازې مینې او زړه سوي ته عواطف ویل کیږي، حال دا چې کرکه او غوسه هم عواطف دي، ځکه دا دوه حالتونه هم د یو ډول جلا پیښو پر وړاندې د عصبي سیستم له عکس العمل نه زیږي.

موږ د مور د مړینې پر مهال ژاړو، د ورور د واده پر مهال خاندو، د دوست په لیدو له مینې لبریز کیږو او د دښمن په لیدو مو کرکه او غوسه راپاریږي. د ژړا، خندا، مینې، کرکې او غوسې دا ټول حالتونه د انسان بیلا بیل عواطف دي، چې د بیلا بیلو حالتونو او پدیدو پر وړاندې زموږ د عصبي سیستم بیلا بیل عکس العملونه څرګندوي.

د عواطفو د ښه ترا پیژندلو لپاره ځینو ارواپوهانو او ادبپوهانو هغه پر ګټورو او ناګټورو یا مثبتو او منفي عواطفو وېشلي دي.

له شعر سره د عاطفې اړیکي د شعر تر بل هر عنصر ډیر ژور دي. وایي، شعر په اهنګینه ژبه د فکر او تخیل له عاطفي تړونه رغیدونکی شکل دی. په دې تعریف کې د فکر او خیال تر منځ عاطفي تړون په شعر کې د عاطفې شتون ته اشاره کوي. فکر،خیال، عاطفه، اهنګ… د شعر ذاتي توکي دي، خو د لوی نقاد شفیعي کدکني وینا ده، ده چې که په شعر کې د عاطفې تله سپکه شوه، نو شعر مري. د مولانا روم یو بیت دی چې:

آب اندر زیر کشتی پشتی است
اب در کشتی هلاک کشتی است

په شعر کې د عاطفې اهمیت د مولانا د پاس بیت په مټ ښه تشریح کولی شو. که اوبه تر کشتۍ لاندې وي نو اوبه د کشتۍ د تحرک سبب کیږي او کشتۍ له ډوبیدو ساتي، خو که چیرې اوبه پر کشتۍ زورورې شي، نو کشتي هلاکوي.

په شعر کې هم که چیرې عاطفه د شعر پر نورو تفنني تخنیکونو لاسبرې وي، نو د شعر د ژوند سبب کیږي، خو که تفنني تخنیکونه پر عاطفه زورور شول نو شعر ژوندی نه پاتې کیږي. هغه شعرونه، چې د تفنن، معماوو، یا د تخنیکي لاسبرۍ د ښودنې په منظور ویل شوي وي، پر زړونو چنګ نه وهي.

د شعر په اړه د، ازدل خیزد و بردل نشیند، خبره هم په غیرمستقیم ډول یا په نورو الفاظو د عاطفې د ارزښت په اړه شویده. کله، کله په شعر کې لوړ خیال، ژور فکر یا بل کوم ادبي ظرافت نه وي، خو یوازې عاطفه پکې وي او شعر یې ژوندی ساتلی وي. بلعکس کله، کله په شعر کې د تفنن اوج وي، خو عاطفه پکې نه وي، نو شعر له پامه لویدلی وي. که په شعر کې عاطفه وي، نو معنا یې دا ده، چې د شاعر ذهن د یوه شي پر وړاندې عکس العمل ښودلی او بیا یې هماغه عکس العمل شاعرانه کړیدی.

د ذهن زیاتره عکس العملونه( عواطف) د ژوند تجربې وي او د ژوند د تجربو په اړه خبرې ځکه زړونو ته پریوزي، چې ممکن د شاعر په څیر پر ډیرو نورو هم دا تجربې راغلې وي. خو که عاطفه پکې نه وي، نو معنا یې دا ده، چې شعر د ذهني عکس العمل زیږنده ندی او له ژوند سره یې اړیکي کمزوري دي.

د حمزه بابا دوه بیتونه ولولئ:

مرور چې ارومرو پخلا شي
چې خاصیت په زمانه کې د مرور دی

غل د محبت غلطیدای نشي
څوک چې په محفل کې چاته نه ګوري

په لومړي بیت کې شاعر د مرور، ارومرو او مرور تر منځ د تجنیس او تکرار تفنني تخنیک ته وفادار دی، ځکه نو عاطفه کمه شویده او تفنن زیات. خو په دویم بیت کې هیڅ تشبیه، استعاره، سمبول، یا کوم ژور فکر نشته، مګر د ژوند یوه ژوره عاطفي تجربه پکې پر هر څه لاسبرې ده. ځکه نو د حمزه بابا دویم بیت د هر چا پر ژبه ګرځي خو اول بیت یې یوازې ما د بیلګې په توګه وړاندې کړ، نه دا چې ډیر مې خوښ دی. د کاروان لاندې دوه بیتونه هم وګورئ:

چې ورته خولې شوې د اصیلو مرغلرو اوبه
خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبه

مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مو نښتر نلري کلی مو چینار نلري

په پورتنیو دوو بیتونو کې هم په لومړي کې ادبي ظرافتونه (د مرغلرو اب ته د خولې اوبه کیدل ویل= حسن تعلیل، د سندرو اوبه =تشبیه او د مرغلرو خولې = مکنیه استعاره) ډیر دي، خو په دویم بیت کې تر وزن پرته نورې هیڅ ادبي زرګرۍ نشته، مګر په دویم بیت کې عاطفه تر هر څه ډیره ده او ځکه د کاروان صاحب وروستی بیت تر لومړي ډیر ژوندی دی. د دروېش دراني دوه بیتونه:

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان مې که وي مړه ورپسې ژاړم

په سبب دې د سرو شونډو سا وږمه شوه
د دې ګل په خوشبویۍ هوا وږمه وشوه

لومړی بیت بیا هم د تخیل ظرافتونه نلري، یوازې نثر موزون شویدی، خو له یوې ژورې عاطفي تجربې نه لبریز بیت دی، مګر په دوهم بیت کې د شونډو او ګل، ساه او خوشبویۍ ترمنځ تشبیهي اړیکي د عاطفې په پرتله ډیرې متبارزې دي او له همدې سببه لومړی بیت د دروېش په شهکارونو کې یادیږي او دوهم نه. ممکن زموږ له خبرو نه ځینې لوستونکي د ادبي ظرافتونو پر وړاندې د بې ادبۍ معنا واخلي، خو داسې نده، د ادبي متونو د ادبیت ماڼۍ پر همدې ظرافتونو ولاړه ده. زموږ موخه دا نده، بلکې دومره ویل غواړو، چې ځینې مهال شاعران ادبي تخنیکونو ته د افراطي تعهد له امله د شعر د تلپاتې ژوند لپاره یوه ډیره اړینه برخه هیره کړي.

ښه شعر به هله رامنځته کیږي، چې هم پکې ادبي ظرافتونه وپالل شي او هم پکې د عاطفې تخت و تاج ته زیان ونه رسیږي. دا ایډیال حالت دی، خو ناممکن ندی. البته لوی شاعران یوازې د مثبتو او انسان ته د خیر رسوونکو عواطفو پالونکي وي. که شعر د منفي عواطفو له اوبو راولاړه بړبوګۍ وي، ممکن زیان رسوونکې اله وي شعر نه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button