ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د روژې درجات
حجة الاسلام امام غزالي فرمايي چې د روژې درى درجې دي :
(١) عام.
(٢) خاص.
(٣) خاص الخاص.
عامه روژه دا ده چې د خيټې او شرمګاه له غوښتنو څخه پرهيز وکړى شي، د کومو تفصيل چې د فقهې په کتابونو کې ذکر دى.
او خاص روژه دا ده چې غوږونه، سترګې، ژبه، لاسونه، پښې او نور اندامونه له ګناهونو څخه بچ کړى شي، دا د صالحينو روژه ده او په دې کې د شپږو خبرو اهتمام لازمي دى :
(١) د سترګو ساتنه : چې سترګې له هر بد، مکروه او د الله تعالى B له ذکر څخه له غافل کونکي شي څخه وساتل شي، د رسول الله G ارشاد دى چې : نظر ! د شيطان په غيشو کې يو په زهرو لړلى غيشى دى، پس چا چې د الله تعالى B له ويرې بد نظر پريښود الله تعالى به هغه ته داسې ايمان ور په برخه کړي د کوم حلاوت (شريني) به چې په خپل زړه کې محسوسه کړي.
(٢) د ژبې ساتنه : چې له بيهوده خبرو، دروغو، غيبت، چغلي، د دروغو له قسمونو او له جګړو څخه وساتلى شي، هغه د چوپوالي پابنده جوړه کړي په ذکر او تلاوت کې يې مشغوله وساتي، دا د ژبې روژه ده، د سفيان ثوري قول دى چې په غيبت سره روژه ماتيږي، مجاهد ويلي چې په غيبت او دروغو سره روژه ماتيږي، او د رسول الله G ارشاد دى چې : روژه ډال دى، پس په تاسو کې چې د چا روژه وي نو نه دې کومه بيهوده خبره کوي او نه دې د جهالت کوم کار کوي، او که چيرته له هغه سره کوم کس جګړه کوي يا ورته کنځل کوي نو ورته ودې وايي چې زما روژه ده .
(٣) د غوږونو ساتنه : چې د حرامو او مکروه شيانو له آوريدو پرهيز وکړى شي، ځکه د کومو خبرو چې په ژبې سره ويل حرام دي، د هغو آوريدل هم حرام دي.
(٤) د پاتې نورو اندامونو ساتنه : چې لاسونه، پښې او نور اندامونه له حرامو او مکروه شيانو څخه محفوظ وساتل شي، او د روژه ماتي په وخت کې په خيټه کې کوم شکمن شى وا نه اچول شي، ځکه دا هيڅ معنى نلري چې ټوله ورځ دې حلاله روژه وساتل شي او ماښام دې په حرام شي باندې روژه ماته کړل شي.
(٥) دا چې د روژه ماتي په وخت کې بايد حلال شى هم دومره ونه خوړل شي چې تر پوزې را ورسيږي، د حضرت رسول الله G ارشاد دى چې : له خيټې څخه بد ترين بل لوښى نشته، کومه چې انسان ډکوي، او کله چې په ماښام کې د ټولې ورځې کسر پوره کړل شي نو په روژې سره د شيطان د مغلوب کولو او د نفس د شهواني قوتونو د ماتولو مقصد به څه ډول ترلاسه شي؟.
(٦) دا چې د روژه ماتي په وخت کې به د هغه حالت د رجاء او ويرې په مينځ کې مضطرب وي، ځکه معلومه نده چې د هغه روژه د الله تعالى B په نزد مقبوله ده او که مردوده؟ په لومړي صورت کې دا کس مقرب بارګاه جوړيږي او په دويم صورت کې مطرود او مردود وي، همدغه کيفيت له هر عبادت وروسته پکار دى.
او خاص الخاص روژه دا ده چې له دنيوي فکرونو څخه د زړه روژه وي، او له الله تعالى پرته له نورو شيانو څخه بالکل را وګرځول شي، البته کومه دنيا چې د دين لپاره مقصود وي نو هغه بيا دنيا نه ده، بلکې د آخرت توښه ده، بهر حال د الهي ذکر او د اخروي فکر په پريښودلو سره او په نورو امورو کې د زړه په مشغولو سره دا روژه ماتيږي، د ارباب قلوب قول دا ده چې په ورځ کې کار وبار په دې فکر کول چې د ماښام لپاره روژه ماتی برابر کړى شي دا هم يوه درجه خطاء ده، دا داسې ده ګوا که د الله تعالى په فضل او د هغه په وعده شوي رزق باندې د همدغه کس وثوق او اعتماد نشته، دا د انبياؤ، صديقينو او مقربينو روژه ده ([1]).
([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٠٧ – ٥٠٨، بحواله : احياء العلوم، ج : ٢، ص : ١٦٨ – ١٦٩.


















