د سوریې په حلب ښار یو ځل بیا بمباري پیل شوه

له الجزیرة نیټ څخه

ژباړه: ت م عرفان

د سوریې په شمال کې د حلب د ښار په شاوخوا سیمو باندې د بمباریو سلسله یو ځل بیا پیل شوه.

په عکس العمل کې د وسله والو مخالفینو بانفوذه ډلو هم د خپلو صفونو د بیا منظمولو هوډ کړی، د دې لپاره چې د جیش الفتح د عملیاتو جبهه بیا وروغول شي، پیاوړې شي او خپل عملیات له سره پیل کړيد وسله والو مخالفینو ائتلاف یو ځل بیا په خوځښت راغلی دی، په داسې حال کې چې په دمشق او الغوطة الشرقیة سیمو کې د اوربند بهیر نور هم غزول شوی دی.

د الجزیرة خبریال وایی چې: د حلب ښار ځېنې سیمې یو ځل بیا د سوریې د جنګي الوتکو لخوا هدف وګرځیدلې ویل کیږی چې د دغه تازه بریدونو هدف د حلب ښار د بستان القصر ځای و چې د الحریة په سیمه کې پروت دی.

د بمباریو سلسله د صلاح الدین کلی ته هم سرایت کړی او دا هغه سیمه ده چې دوسله والو مخالفینو کمزوری موجودیت تشکیلوي، خو دا معلومه نه شوه چې ولسي خلکو ته یې څومره زیانونه اړولي دي.

د سوریې رژیم په حلب ښار کې د خپلو اهدافو کړۍ پراخه کړې ده او دې ته مجبور شوی چې د خپل پرمختګ لپاره د حلب ښار لویدځې څنډې او بې شمیره کلي تر خپلو سختو بمباریو لاندې ونیسي.

د سوریې رژیم جنګي الوتکو د الکاستیلو لویه لار هم تر خپلې شدیدې بمبارۍ لاندې راوستې ده، ویل کیږی چې دغه لار د هغو وسله والو مخالفینو د اکمالاتو وروستۍ لاره شمیرل کیږي چې کولای شي د حلب د ښار مختلفې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي او هم اکمال یې کړي.

مبصرین وایی چې دا بمبارۍ یو فوځي اقدام دی چې د حلب ښار د محاصرې په موخه پیل شوی دی.

په داسې حال کې چې د ۲۱ اپریل نه هم د حلب ښار دغه کلي او شاوخوا سمیې د سوریی رژیم او روسي جنګي الوتکو تر ګډ شدید برید لاندې وې چې روغتونونه، صحی بنسټونه او دیری ولسي خلک هم ورڅخه خوندې پاتې نه شول او نږدې ۲۳۵ مړي او ۱۵۰۰ ټپیان یې پر ځای پریښودل.

ویل کیږی چې دې تازه بریدونو هم په سلګونو خلک وژلي او ټپیان کړي دی.

د دې بمباریو په تعقیب په سوریه کې د وسله والو مخالفینو سرچینو الجزیرة خبریال ته ویلي دي چې د دې ظالمانه بمباریو په ځواب کې وسله والو مخالفینو په سملاسي توګه اتفاق او هوډ وکړ چې د جیش الفتح جبهه به یو ځل بیا له سره ورغوي او بریدونه به یې بیا له سره منظم پلان او په لاره واچوي.

 جیش الفتح د هغو مختلفو جبهاتو مجموعه ده چې مشهورې یې جبهة النصرة، أحرار الشام، او فیلق الشام دي.

 دا ستره جبهه د سوريې نظام د تازه بمباریو د غچ په موخه یو ځل بیا له سره جنګي تیاری نیسي.

له بلې خوا د سوریې د وسله والو ځواکونو د فوځ عمومي قومندانۍ د تېرې یکشنبې  په ورځ اعلان وکړ چې د دمشق او الغوطة الشرقیة سیمو کې به د نورو ۲۴ ساعتونو لپاره د اوربندکړۍ وغزوي.

د عربي سوریې خبري آژانس سره د مرکې پر مهال د فوځ عمومې قوماندانۍ ویلي دی چې: په دمشق او الغوطة الشرقیة سیمو کې د اوربند د نورو ۲۴ ساعتونو لپاره د غزولو موخه داده چې د ترهګرو لخوا د ولسي خلکو د وژلو نه مخنیوی وشي.

د فوځ عمومي قوماندانۍ زیاته کړې ده چې د دغه اوربند موخه د نظم د ساتنېاو د جنګې اړو دوړ او اخ و ډب د مخنیوي لپارهده چې له مخکې نه پرېموافقه ترسره شوې ده، د اپریل د ۳۰ د سهار مهال نه به پیل کیږي چې د الغوطة الشرقیة او دمشق ټولې سیمې به پکې شاملوي د نورو ۲۴ ساعتونو لپاره غزول کیږي خو د شمالي اللاذقیه تړانګې سیمو کې به بیا له هغی نه هم زیات د ۷۲ ساعتو لپاره غزیدلی وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button