کابل ټکی کام ۰۴/ سنبله ۱۳۹۴ راپور فرید احمد پداسې حال کې دوه خبرنګاران د نامعلومو کسانو له لورې په ډزو ووېشتل شول چې له تلويزون څخه يې په ژوندی بڼه خپرونه کېدله. د ډبلیو ډي بي جې د تلویزیون، ۲۴ کلن خبرنګار الیسون پارکر، او ددې شبکې عکاس ادم وارد، چې ژوندی مرکه یې د وېرجینیا ایالت په بدفورډ کې کوله په ډزو ووېشتل شول. د هغوی په مرمۍ لګېدل او بیا پر ځمکه پرېوتل په تلوېزونونو کې خپاره شول. پولیس وایي چې تحقیقات يې پیل کړي دي. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ په ځایي وخت ۶:۴۵ دقېقې د برېج واټر پلازې سره د مونتا په سیمه کې شوې ده.

















