پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

دتاریخ لانجمنه څېره حکمتیار

kabull نشرونکی: kabull
اگست 25, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
14
ځلې شریک شوی
173
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۰۳/ سنبله

۱۳۹۴ لیکوال: نعمان لطیف

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

  تاریخ یو داسې کتاب دی چې د هیچا مخ مروت نه کوي ، هر څه په ډېره سپین سترګۍ سره پخپلو پاڼو کې ثبتوي او راتلونکي نسلونه له مخکنیو هغو باخبره ساتي ددغې کتاب ټول قضاوتونه او ساتنې که څه هم سل پر سله دقیق او راڼه نه وي خو بیا هم آئنده نسلونو ته د ماقبلهم افکار لیږدوي او ورښایي چې څوک څنګه مخ ته ولاړ او څوک ولې ښکته ولاړ؛ احزاب یې منحل او لارویان یې ولې دماضي تشه افسانه شوه   د افغانستان دڅلورو لسیزو تریخ او بېخونده ناورین دتاریخ پاڼو ته په رڼو حقایقو او کره څېرو سربیره یو څو لانجمنې څېرې او خاطرې هم ور وزیاتې کړي ځنې خلک یې دتاریخ پاڼو ته دمړ او غدار په نوم ولیږدول خو په وروستیو کې دشهید او اتل په نوم ونومول شول او ځنې یې بیا دشهید په نوم ورثبت کړه اما نن مردار او غدار بلل کیږي. دهمدې لانجمنو څېرو څخه یوه معروفه څېره چې تاریخ به یې هم په اړه دوه ګونی قضاوت کوي او یا به یې بوچ له غېږې باسي ښاغلی انجینرګلبدین حکمتیار دی   ګلبدین حکمتیار د افغانستان د وروستیو لسیزو تجربه کار او لوبېدلی لوبغاړی پاتې شوی او ډېری افغانان په دې نظر دي چې حکمتیار صیب د پاکستان د مولانا فضل الرحمان په څېر په هر نظام کې هم داخل او هم خارج دی   دډاکټر نجیب سره یې دیموکراسي او ملي مصالحت نه مانه خو دمجاهدینو لپاره یې دیموکراتیک نظام تائیداوه او نن هم د دیموکراسۍ نعرې وهي زه یې دا نظر تائیدوم چې د کمونستانو سره یې ملي مصالحت رداوه خو دېته تعجب کوم چې دیموکراسۍ ته ژمن دی او دیموکراسۍ طبعا ټول شموله وي په دې معنا چې کافر او مسلمان ، کمونست او مجاهد ، روغ او ناروغ ، امیر او فقیر ، جوالي او والي ټول یو مخ کولی شي په دیموکراتیکه ټولنه کې ځان تر لوړو پوستونو ورسوي او د واک واګې په لاس کې واخلي. لهذا انجینرصیب کومه دیموکراسي غواړي چې کمونست او کافر دې ورکې له دیموکراتیکو مدني حقوقو محروم وي؟   ښاغلي ګلبدین حکمتیار ډاکټر نجیب ونه مانه خو ستر کمونست شاه نواز تڼۍ یې څنګ ته کښېناوه او پر شاه یې ټپاوه یو بل کمونست او خونکار جنرال دوستم یې دهماهنګي شوری مرکزي مهره وګرځوله او څو څو واره یې اتحادونه ورسره وکول دصبغت الله مجددي پر خلاف د استاد رباني سره ودرېد او د استاد رباني د واک پر خلاف یې دچهار آسیاب او تګاب غرونو ته مخه کړه   دطالبانو سره یې جنګ ته مټې بډ وهلې او بیا د استاد رباني پښو ته ولوېد او په جنګ یې لاس پورې کړ طالبانو ډېر زر د رباني د واک ټغر ورټول کړ ، رباني بدخشان او بیا تاجکستان ته سره له چوکۍ وتښتېد او ښاغلی ګلبدین ایران ته پر تېښته بریالی شو په ایران کې یې د ایراني اخندانو په وینا په طالبانو پسې د \’پټې توطیې او بربنډې څېرې\’ په نوم یو کتاب ولیکه او طالبان یې دپاکستان بې معاشه پوځ وباله حال دا چې د ګلبدین حکمتیار د ګوند جوړښت ، دده او دده د افرادو ټریننګ او اعاشه او اباطه تر نن ورځې اسلام اباد ورکوي   د امریکایي اشغال پر مهال ښاغلی له ایرانه ووت ، د امریکایي اشغال پر خلاف یې د یوې خوندورې پرېکړې له مخې د امریکایانو سره دجهاد اعلان هم وکړ او افغانستان یې اشغال وباله لږه موده وروسته یې ملا محمدعمر مجاهد \’رح\’ د افغانستان د تاریخ تر ټولو دغوره پاچا په نوم یاد کړ خو د وردګو په نرخ کې یې دملا محمدعمر مجاهد د پوځیانو مخه کلکه ډب کړېوه او بالآخره د اندړو د اربکیزم د پروژې بنیاد حزبي قومندانانو کېښود   حزبي قومندانان په زیاته اندازه په حکومت کې ورګډ شول ، په ګوند دننه دحکمتیارصیب د هغو سیاسي حریفانو چې په نظام کې شریک ول مخه یې ونېوله او دحامد کرزي په نظام کې نیم نیمایي شو ټولټاکنو ته یې مستقل کاندید ونوماوه او له رسمي ادرسونو څخه یې ورته په کمپاین لاس پورې کړ دقطب الدین هلال غوڅ شکست دحزب دخیالونو او خوبونو ماڼۍ وړچولې او دحزبیانو اعصاب یې سره ګډ وډ کړه   په عراق کې دداعش څرګندېدل او بیا دنړیوال خلافت دقیام ادعاوو ښاغلي ته نوی څراغ او نوی فکر په لاس ورکړ دا وار حکمتیار دواعشو ته دنږدېکت سوچونه ووهل او دهمدې سوچونو له امله یې ایران تر قلمي برید لاندې ونیو ایراني اخندان او دده د کلونو کوربانه او لارښودان یې اسلام ته تر اسرائیلو خطرناک وبلل او شیعه ګان یې تر سختو نېوکو لاندې راوستل حکمتیار غوښتل چې خپل اسلامي رقیب \’طالب\’ په داعش وټکوي او دزړه بړاس یې کښیني. ځکه یې په شیعه ګانو پسې کومی واز کړ ایراني اخندان یې دمطبوعاتو له لارې وټکول او بیا یې وغوښتل چې په یو غشي دوه ښکاره وکړي. هم به طالبان په دواعشو مات کړي او هم به یې اسلامي حیثیت پر ځای پاتې شي   حکمتیار په ډېر سرعت او جرأت سره دطالبانو پر وړاندې له داعشه ملاتړ وکړ او طالبان یې دده په وینا دحزب قسم خوړلي دښمنان وګڼل خو له بده مرغه چې دا وار ښه سم وخویده دداعشیانو سره که دنړۍ په هر ګوټ کې یو کمکی مجاهد دپیوستون غږ وکړي زر تر زره یې داعشي سایټونه او پاڼې رسنیز کړي او هاوهو جوړ کړي خو دبیچاره ګلبدین په ملاتړ کبرجنو داعشیانو دمننې پر دود دخولې چوله کولو زیار هم ونه ویست او په هېواد دننه هم دحکمتیار پرېکړه د افغانانو لخوا دجدي عکس العمل سره مخ شوه آن تر دې چې دحزب په منځ کې یې سخت درز واچاوه او له مخکې څخه پاشل شوی حزب یې دمنحل کیدو له خطر سره مخ کړ   تجربه کاره ګلبدین او مکاره زامنو یې په خورا سپین سترګۍ سره ددواعشو دملاتړ پرېکړه بېرته رد کړه ،  دا یې ددښمن افتراء وبلله او په بیړه یې همایون جریر چې دحکمتیار زوم دی ارګ ته ولیږه او دوه ورځې وړاندې یې یو بل پلاوی کابل ته دسولې لپاره واستاوه تر څو د اشرف غني منت وکړي او په سنګر!! کې یک تنها پاتې ګلبدین ته د وړو پزه ورجوړه کړي     زه نه پوهیږم چې تاریخ به دداسې چا په اړه څنګه قضاوت وکړي چې دچور او تالان په نظام کې صدر اعظم او مخالف جګړه مار ، دتحمیلي دیموکراسۍ دغلا او تالا په نظام کې نیم نیمایي شراکتي و هم دسنګر مدعي ، دطالبانو په سوچه اسلامي نظام کې اېغ نېغ مخالف او داسلام دښمنه ایرانیانو میلمه او د کمونستانو دملي وحدت! په نظام کې دکمونستانو دڅوکۍ دڅنګ یار او مددګار ؛ خو دا باید ووایم چې دحکمتیارصیب دواک حرص او محبت دده په ټولو پرېکړو جوره اغېز لري او دواک مینې ړوند کوڼ اچولی. نه یې اسلامي حیثیت برقراره وساتلی شو او نه ملي او په راتلونکې کې به یې ولس هم هرې پرېکړې او کړنې ته حتما د شک په سترګو وګوري.   یادونه:  کابل ټکی کام یوه آزاده خپلواکه ناپېیلې پاڼه ده. هر متدین افغان وګړۍ کولای شي خپل آواز ددې لارې تر خلکو ورسوي.  د هر لیکوال لېکنه مونږ بې له سانسوره او بې تبعیضه خپروو او د لیکوالانو له نظر سره د ادارې توافق شرط ندی –

مخکینې مطلب

چین هڅې کوي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې ښې شي

بل مطلب

امریکا: په ژوندی بڼه د تلویزیون پروګرام چلولو پر مهال دوه خبرنګاران ووژل شول

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com