د شپاړس کلن فلسطیني ځوان سوځوونکی اسرائیلي په عمري بند محکوم شو

کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د شپاړس کلن فلسطیني ځوان محمد ابو خضیر سوځوونکی اسرائیلي د یوې اسرائیلي محکمې له لورې په عمري بند محکوم شو.

دغه فلسطینی ځوان چې محمد ابو خضیر نومیږي، دوه کاله وړاندې د ۳۱ کلن سرتیري یوسف حییم بن ډېوېډ له لورې ژوندی سوځول شوی وو.

وړاندې هم اسرائیلي حکومت ویلي وو، چې ابو خضیر د «ترهګرۍ» قرباني شوی دی.

ویل کیږي، له بن ډېوېډ سره د ابو خضیر په سوځولو کې دوو نورو اسرائیلیانو چې عمرونه یې ۱۶ او ۱۷ دي، مرسته کړې وه.

د ابو خضیر پلار حسین ابو خضیر اسوشېټډ خبري اژانس ته ویلي دي، چې زړه یې د بن ډېوېډ وژنه په زندان کې غواړي.

د یادولو ده، چې دغه وحشتناکه او بې رحمانه پېښه په داسې شان سره رامنځته شوه، چې د درو اسرائیلیانو له لورې محمد ابو خضیر له یوه واټه وتښتول شو، او د ټوپک د کونداغونو په وهلو سره یې بې هوښه کړ، او په یوه ځنګله کې یې تېل پرې وپاشل، او اور یې ور واچوو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button