سر لیکنه
په هېوادکې چې دملي یووالي پرحکومت د ورځ په ورځ مخ په زیاتیدونکو ناامنیوله امله دناکامۍ نیوکې زیاتې شوې ولسمشر محمد اشرف غني دروان کال دفبروري په ۱۲مه په افغانستان کې دسولې او امن راوستلو لپاره دالمان مونیخ کنفرانس ته دګډون لپاره ولاړهلته ېې په نړیواله کچه دمونیخ په کنفرانس کې دافغانستان موضوع یاده کړه خو دملګرو ملتونو او دکنفرانس دګډونوالو لخوا لکه څرنګه چې ېې ولسمشر په تمه وو پرې بحث او توجه ونه شوه .
ولسمشر اشرف غني دډیرو هیلوسره مونیخ کنفرانس ته تللی و خو ناهیلی ترې راستون شو او دومره له مونیخ کنفرانسه ماڼیجن و چې هېواد ته په راستنیدا ېې دکابل په هوايي ډګرکې دژورنالستانو د پوښتونو کولو اوورته دځوابونو زمینه هم له منځه یوړه .
په همدې ورځ دملګروملتونو لخوا په سوریه کې داوربند اعلان وشو خو په اوربند کې دحلب ښار ددې اوربند په بند کې نه و نیول شوې چې دروسيي ، ایران او خپله دسورېې ددولت لخوا ورسره موافقه ونه ښودل شوه په ملګرو ملتونو کې دسورېې لپاره دشوې اوربند مخالفت دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او دروسېې دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وکړ او خپله دسوریی دمخالف ائتلاف مشر خالدخواجه شوی اوربند ناکام وباله .
دافغانستان لپاره دسیمې او ګاونډیو هیوادنو لخوا دسولې هڅې روانې دي خو څرنګه چې افغان ولس ورته دکامیابۍ تمه لري هغسې نه کیږي هغه هیلې چې اشرف غني او ډاکټرعبدالله له امریکا درلودې اوس په بشپړه توګه ترې ناهیلي دي خوبلخواېې دمخ اړولوځاې نشته دوی په دې پوهه دي که امریکایانو ترې دمرستو مخ واړاوه دملي یووالي دحکومت ددوام ورځې به ډیرې لنډې شي .
دملي یووالي حکومت چې دامنیت له پلوه دګړنګ پرسر ولاړ دی دملګرو ملتونو لخوا ېې په اړه په راتلونکي کې کومه ځانګړې غوڼده په نظر نه راځي خو دسورېې په اړه همدا اوس دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ژنیو ته رسیدلې او غواړي دملګرو ملتونو لخوا په سوریه کې اوربند وکړي .
جان کیري په ژنیو کې دسعودي دبهرنیو چارو دوزیرعادل الجبیرسره هم کتلي ترڅو په سوریه کې داوربند لپاره دروسېې دبهرنیو چارو دوزیر سرګي لاوروف او دایران دبهرنیو چارو دوزیر جواد ظریف سره وګوري او په سوریه کې داوربند لپاره ژر تر ژره اقدامات وکړي .
جان کیري اوالجبیر په سوریه کې دبې سرحده ډاکټرانو پر روغتون دبمبارپه کولو اندیښنه وښوده خو په تیرکال اکتوبرکې چې په کندز کې پر روغتون بمبار وشو او بې سرحده ډاکټران او عمله پکې ووژل شول، نه پرې جان کیري اندیښنه وښوده او نه الجبیر.
جان کیري په سوریه کې په مات شوي اوربند بیا په ملګرو ملتونوکی غونډه کوي او او ربند کوي خو په افغانستان کې همدې جان کيړي دملي یووالي حکومت کې اوربل کړی دی تراوسه پورې دولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ اختلافات پرځاې پاتي دي ، دملي یووالي دحکومت او مخالفو وسلوالو طالبانو ترمنځ هم دسولې په هدف له مذاکراتو دمخه اوربند کیدي شی خو په ځای ددې چې جان کیري په افغانستان کې ددواړو خواوو اوربند وکړي اورېې بل کړیدی په هیواد کې دجګړې ددوام لپاره زمینه سازي کوي .
په افغانستان کې چې کله هم دسولې کوم څرک پیداشوی دی لږ څه داور لمبې غلي شوی دی جان کیري ېې په مخالفت بیا اورتازه کړی دی . امریکا اوس دملګرو ملتونو لخوا غواړي په سوریه کې اوربند وکړي خو په افغانستان کې داور لمبې زیاتوي او نه غواړي په افغانستان کی اوربل په اوربند بدل شي .

















