ليكوال: ډاكتر عبدالهادي « حماس »
د ساجد په كوركې د ناوې د راتلو ساعت لانه و پوره شوی چې ګلالۍ خپلو خپلوانو ته وويل : جنازه به نوره خپل كورته يوسو، امان مې لېږلى، هلته به كليوالو قبر او نور هر څه تيار كړي وي، دوى ټولو وويل : سمه ده، همداسې كوو، دوى چې د جنازې د اخيستلونيت وكړ نو دباندې ګنګوسې شوې چې پوليس راغلل، ډير په بيړه راروان دي! لږ شيبه وروسته دپوليسوموټرونه ودرېدل،پوليس ترې ښكته شو ل،ساجد دكوردباندې له كليوالوسره ولاړؤچې له ورايه پوليسوسترګې پرې خښې كړې،دهغه خواته ورغلل،په اوږه يې لاس وركيښود، بيايې دواړه لاسونه وروتړل او موټرته يې وخېژاو.
د ساجد پلار ته دساجد ميره ورغله اوپه غوسه يې ورته وويل : نه مې درته ويل چې داسپېره ناوې كورته مه راوړه ساجد هم پوليسوونيو، د ساجد پلار په كليوالوغږ وكړ: تاسې جنازه يوسئ زه به دساجد غم وخورم هسې نه چې مړى اوژوندى يې ورك شي، ګلالي هم دساجدپه نيولوخبره شوه ډيره حيرانه شوه چې داڅه روان دي خو دلته يې دلور دجنازې مراسم و د ځان سره يې وويل :
د مړي له خاورو سپارولو وروسته به د ساجدغم وخورو.
دوى جنازه واخيسته،د فېروزكورته روا ن شو ل، هلته چې ورسېدل له لرې د ګلالۍ په خپل كورنظر ولګيد،ګوري چې ډېرخلك يې دكور مخې ته پنډدي ،دځان سره يې يوه ستر ه هيله پيداشوه او د خداى شكر يې وويست چې زما امان زوى اوس دومره لوى شوى چې دمړي او ژوندي كارونه ترسره كولى شي، څومره عجيبه ده،چۍ دخورجنازې لپاره يې دومره ډيرخلك رابللي، د جنازې خلك دفيروزكورته ورسېدل، ګلالۍ چې له موټرنه ښكته شوه اوله لرې دامان سترګې پرې ولګېدې په منډه يې هغې ځان ورساوه، غيږ يې وركړه، دومره له غريوه ډك و چې خبرې يې نشوې كولى، موريې تسلي وركړه : زويه، تاسې د خداى لري،نور مودې خداي له غمه وساتي ،پلار دخداى درته ژوندى لري! امان چې دپلارخبره ترې واورېده ، حیران شو فکر یې وکړ لکه چې مورمې نه ده خبره دمورله وجوده يې تاوشوي لاس لرې كړل په داسې حالت كې يې سترګې ورپورته كړې چې له اوښكوډكې وې په ژرغوني غږيې ورته وويل : مورې پلارمې نورپه دې نړۍ كې نشته،هغه موږيوازې پرېښي يومورې !ددې خبرې په اورېدودګلالۍ رنګ تك زېړشوپه ډېره حيراني يې ورته وويل ولې؟ هغه ځواب وركړ: چا وژلى دى!مورې په ډېرې بې رحمۍ سره يې له منځه وړى دى،ګلالۍ ددې خبرې په اوريدوسره په ځان پوه نشوه ،څوسوې سوې كوكې يې وكړې،دهغې كوكې ډېرې لرې،لرې هم واورېدل شوې،دګلالۍ كوكودراغلوخلكو زړونه هم وداغل،ددې به یوازې توب اوپرلپسې غمونوهغوى ټولوخپل څادرونه سترګو ته ونيول اوخپلې اوښكې يې پرې پاكولې،وروسته چې دګلالۍ حالت يوڅه ښه شو، له ځان سره يې وويل : ژړاهيڅ ګټه نه رسوي اوس يوازېنۍ كس زه يم چې دكورمسؤليت مې په اوږودى،ماشومان مې زماتسلي ته اړدي هغوى چې زماحالت وګوري څه به پرې تيريږي،كه زه هم بې همته شم څه به كيږي؟امان يې له لاسه ونيوكورته دننه روان شول،په لاره يې ژر، ژردټكري په پيڅه خپلې اوښكې پاكولې،دواړه جنازې غبرګې كېښودل شوې،دهرچادپاره خوراخواشينونكې صحنه وه،هرخپل او كليوا ل به چې ورته،جوړه جنازې به يې ليدې،بيابه ېې دګلالۍ وړو يتيموماشومانوته كتل،دګلالۍ ځوان كونډتوب ته به ېې فكروكړ، دهرچاځيګربه يې ټپې كاؤ، دكاڼي په څېرزړونوهم په هغه ورځ ژړاكوله، له كورونو به چې كليوالې ښځې جنا زې ته راتلې، په لاروكې به ېې سر ه ويل : خداى مودې له داسې حالته وساتي،دخوراكۍ موركۍ به يې څه حا ل وي! خوكله به چې دهغې كورته راغلې دګلالۍ لوړه حوصله به يې ليده، دهغې همت ته به يې كتل، ټول به حيران شو ل دويراوغم خبرې به يې په خوله كې نه وې هرڅوك به چې ډېرله دغه غمه اغيزمن شول،دې به تسلي وركوله،دكارونودمنظم والي لپا ره به يې دټولوكړنوپوښتنه كوله په لوړه حوصله به يې دميلمنوښځوسره ستړې مشې كوله،نوروبه ژړل خودې به دپخواپه څېراوښكې نه تويولې، يوازې داټكي به يې له خولې راوتل چې دادې خداى تقديردى موږته زغم په كاردى، ژړاګټه نه لري .
ګلالي دښځوسره په كارونوبوخته وه چې امان يې څنګ ته ورغى اوپه كرارئې ورته وويل : مورې دباندې ځينو سپين ږيروپه خپلوكې خبرې سره كولې اوويل ئې چې موږبايدپه جنا زه كې غږوكړو چې داكور ډېر غريب دى دسيكا ت پيسې نه لر ي چې وريې كړي نوتاسوئې سيكات مه اخلئ!ګلالۍ چې داخبره واورېده لكه بريښنا چې نيولې وي په ټول وجودكې يې پلېشې تېرې شوې ځكه چې هغې تردې دمه دخپل غربت په اړه فكرنه ؤكړى ،له دې وړاندې يې ژوند ښه ؤ،دبې وسۍ خبره يې نه وه اورېدلې،سخته پرې تما مه شوه په بيړه خپلې كوټې ته ننوته اوله صندوق نه يې پيسې راواخيستې،ټولې پنځه زره افغانۍ وې،فكريې وكړ چې داخوډېر ې كمې دي،له ځان سره يې وويل : زماپه موجوديت كې چې دامان پلاربې له سكاته خښ شي نودابه په دې ماناوي چې مادهغه حق نه دى اداكړى،دتل لپاره به زه خپل ضميرته ملامته يم! ددې ستونزې دحل لپاره يې فكروكړخوهيڅ داسې څه ئې ونه موندل چې دسيكات پيسې پرې تيارې كړي .په ناهيلۍ سره يې صندوق قلپ كړ،څوقدمه يې چې واخيستل نودخپل واده طلاوې اوزريې ذهن ته ورغلل،په كوم بكس كې يې چې ايښې ووهلته ورغله،په بيړه يې راواخيستل،په يوه توره كڅوړه كې يې اما ن ته وركړل چې په بيړه يې بازارته يوسي اودسيكا ت پيسې پر ې لاس ته راوړي،ګلالى چې امان ته طلاوركوله دايې هم ورته وويل چې هيڅوك يې درنه ونه ويني كومې پيسې دې چې ترلاسه كړ ې پټې يې ماته راكړه .امان په بيړه بازارته ځان ورساؤ،يوه زرګرته يې داټول سره زر په مېز كېښودل اووئې ويل : ماماطلانه اخلې؟
زرګركڅوړه خلاصه كړه، ډېرښه زرپه نظرورغلل ،امان ته يې وكتل بيا يې زروته وكتل،فكريې وكړچې ماشوم داسره زر را پټ كړي څوپيسې چې ورته ووايم راكوي يې،زرګرامان ته مخ ورواړاؤاووئې ويل : ايله دلسو زرو دي!امان ورته وويل : په لس زره يې نه خرڅوم .زرګرترې وپوښتل : ولې ؟امان ځوا ب وركړ: لس زره خوزمادپلارسيكات نه كيږي دزرګرهډونه ځيږه شول امان ته يې دزړه سوي په ډول وكتل بياېې ورته وويل :ولې دادپلارسيكا ت لپا ره خرڅوې ؟
هغه ځواب وركړ: هو. زرګرډېرخواشينى شو،جيب ته يې لاس كړ اوپنځوس زره افغانۍ يې راوباسلې،امان ته يې وركړې اوورته ويې ويل : دادى ستادطلامناسب قيمت دی ،نوټونه تياردسلوؤماتولوته ېې اړتيا نه وه،امان دپيسوله اخيستلووروسته ټكسي ونيوله كورته راغى،خپلې مورته يې روپۍ ونيولې،موريې پيسې ترې وانه خيستې، ورته ويې ويل : بچيه كله چې دسكات ويشلووخت را وراسيږي نوداپيسې وويشئ اوهغوسپين ږيروته ووايه چې موږ دسيكات پيسې لرو،تاسې اعلان ونه كړى .امان هم هغه څه ترسره كړل چې موريې ورته سپارښتنه كړې وه!
دمړودښخولواونورمراسم ختم شول،دوه ورځې نورې هم ووتلې، ګلالۍ خپل زوى امان ته دمسؤليت ښودلولاښونې كولې چې دروازه وټكېده امان ورووت ګوري چې پوليس دي اودګلالۍ پلار هم ورسره دى .دګلالۍ پلار امان ته وويل : مورپليته دې چېرې ده ؟
هغه ځواب وركړ: ننه په كوركې ده !
بيايې ورته وويل : ورته ووايه چې دباندې راووزي!
ګلالۍ چې راووتله دپلاريې سترګې پرې ولګېدلې،غږيې پرې وكړ:
افرين شاباس ډېرښه تربګينت دې پيل كړى،دفېروزپه مړينه خودې ساجدبندي كړ، زه هم راغلى يم، په ماهم دعواوكړه،داخپل خپلوان ټول بنديان كړه چې هيڅوك درنه پاتې نشي اوميدان تاته درخوشى شي،اوهوزه خوشرميږم چې تاته لورووايم،ماخوته له پخوانه پېژندلې وې ،ځکه خومې په زړه اوفکرکې دتادپاره ځای نشته ،تاښه ونه كړل،ساجدخپله ناوې هم نده ليدلې اوتادهغه دپاره دبند دسيسه برابره كړه !
هغې ځواب وركړ:پلاره داته څه وايې؟داتاسې چې كومې خبرې كوى زه نه پرې پوهيږم ،څرګندووايه چې څه شويدي .
امان يې پرمورغږوكړ: مورې زه به دې پوه كړم، زماپلارساجد وژلى .
ګلالۍ ورته په حيرانتيا وويل :داته څه وايې ؟ته پوهيږې چې په خپل ماماپورې تورلګوې !
امان ځواب وركړ:مورې داتورنه دى داحقيقت دى،مورې ساجدچې په لومړي ځل زموږكورته راغلى ؤاوته يې دباندې راوباسلې ماهرڅه اوريدل،تازارۍ ورته كولې چې زماپلارته څه ونه وايې اوهغه پرلپسې دهغه اوخپل پلاردپاره دمرګ قسمونه خوړل،مورې په هغه ورځ چې دسا جد واده ؤلومړى يې ماته وويل : چې پلارمويوازې پرايښى ما ورته وويل : هو!اوبيازمادخبرې له اوريدولږه شيبه وروسته هغه ورك شواودرى ساعته يې درك نه لګيده،ته پوهيدې چې هغه چيرې تللې ؤهغه بل هيڅ ځاي ته نه ؤتللې دويښتانوداصلاح كولوخبره يوازې دهغه پلمه وه،بلكې حقيقت داؤچې هغه زمادپلارپه وژلوپسې راغلى ؤ،مامامې زمادپلارله يوازيتوب څخه ګټه پورته كړې!
ګلالۍ چوپ پاتې شوه دامان خبرې يې په ذهن كې كته پورته كړې او بيادساجددواده دورځې هغه صحنه هم ورپه يادشوه چې ظاهراٌيې له دې سره غمشريكي كوله اودباندې يې دملګري سره دهغې دبدبختى خبرې كولې اودايې هم خپل ملګري ته ويل چې زمادخور يو زوړمېړه په برخه رسېدلى كېداى شي هغه پرون لامړشوي وي،ډېر شكونه ورسره پيداشول،دهغې په چوپتياسره دپولسوشك هم په حقيقت بدل شواويوتن دهغې داقراردپاره دهغې مخې ته ودريده اودګلالۍ څخه يې پوښتنه وكړه :خورې څه چې ستازوى وايي هغه ريښتيادي،موږاوس تاسې ته يوازې ددې دپاره راغلي يوچې بشپړ مالومات راكړئ،ګلالۍ په ريږدېدلوشونډوځواب وركړ :
دامان خبرې ټولې سمې دي خوزه فكرهم نشم كولى ،چې ساجددې داسې كا روكړي .
په دې وخت كې دګلالۍ پلارخبر ورپرې كړه : ښه دانونوي داستانونه پيل شوي، زه له دې نه نه يم خبر،هغه په پردي وطن كې لوى شوى،په دې كې هيڅ شك نشته، په ما هم دواده نه يوه ورځ مخكې دجماعت نه دراتلوپه وخت كې بريدوشو، خوزه خداى بچ كړم،كېداى شي،داټول كارونه ددغه رزيل وي .


















