د پکتیا سید کرم ولسوالۍ کې ۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۱۵غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له پکتیا ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید په پایله کې ۴ تنه پولیس وژل شوي، او ۲ نور ټپيان دي.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال قادر ګل ځدران هم رسنیو ته د دغې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۲ بجې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل، طالبانو دغه برید د دغې ولسوالۍ په بډم کندي سیمه کې پر یوې پوستې ترسره کړی دی.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دغه جګړه کې درې طالبان هم وژل شوي دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل ویلي دي، چې دا ډول پېښې د امنیتي چارواکو د ناغېړۍ له کبله رامنځته کیږي.

طالبانو د دغه برید په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button