د ملی یووالي که دملي تاوتریخوالي حکومت ؟

تبصره :  ډګرمن امان

افغانستان څلورلسیزې دمخه په نړیواله کچه دامن هیواد و که غریب اولس هرڅو غریب و خو په یوه سوله ییزه فضاکې ېې ژوند کاوه او س که هرڅو په افغانستان کې په یوشمیرغرب ته نږدی وګړو دډالرو باران شوی اوپه  ځنو څڅیدلی خو ژوندپکې په امن ندی .

دملي یووالي حکومت په ملي تاو تریخوالي حکومت بدل شویدی  دپولیسوپه لیکوکی یوپربل دټوپک شپیلۍ وراړول او په پوستوکې دخپلو ملګرو وژنې ورځنۍ پیښې ګرځیدلي دي .

 په ټول هیواد او په ځانګړي توګه هرات او بلخ کې دښځو ځانوژنی ترهروخت زیاتې شویدي .

دخاوندانو لخوا دخپلو ښځو او تري پزې پریکوهم ولیدل شول ، دنجونو لخوا  ځانونه سوزول هم په رسنیوکې خپاره شول .

 تیره ورځ په پکتیکا کی یوه حیرانوونکی پیښه وشوه چې یوه پولیس پداسې حال کې چې دولتي  ورسپارل شوې وسله ورسره وه لومړی ېې پرې خپله ښځه او بیا ېې خپل ځان وواژه .

پیښه دکورني تاوتریخوالي نتیجه وه چې ښځې غوښتل نورو امنیتي پولیسوته له خپل پولیس میړه شکایت وکړي او دپولیسو په لورې ور روانه وه  میړه یی په ډزو وویشتله  هغه پولیسوته چې ویشتل شوی ښځه ور روانه وه هغو دقاتل دنیولو هڅه وکړه قاتل پولیس چې دځان دخلاصون لاره یی نه درلوده ځان ېې وواژه .

دملي یووالی حکومت اوس په هیواد کی روان تاو تریخوالی نشي مهار کولای ځکه دملي یووالی حکومت دکورني او بهرني سیاسي تاوتریخوالي سره مخ دی .

تیره اوني دګډې جرګي په غونډه کې ولسمشر  په خپله ویناکې دجګړې اوسنی او راتلونکی وضیعت  روښانه کړ خو دملي یووالي حکومت ته په وړاندي لا ستونزې شته چې اوس یی دملی یووالی حکومت په ملي تاوتریخوالي بدل کړیدی. چارواکي حیران دي چې دا تاو تریخوالی څه ډول راکم کړی  ؟

دچاسره او په کومو شرایطو روغه وکړي ؟

زندانیانو سره عدلیه او قضایه  بنسټونه څه ډول چلند وکړي ؟

امنیتي ارګانونه کوم او څه ډول مسئولیت سره مخ او اداېې کړي ؟

له ۱۵کالو راهیسي اوس څرنګه سیاسي مخالفینو ته دښمنان وویل شول ؟

د۳۶کالو راهیسي په ډول ډول جرمنو ککړ اشخاص څرنګه په لوړو پوستونو کی په کارونو ګمارل شویدي ؟

کرزي خوبه دمخالفینو سره دمسئلې حل دبین الافغاني تفاهم دلیاري غوښت اشرف غني ولی په نورو پورې وتاړه ؟

په هېوادکې سیاستوال او که عامه پوهاوی نشته ؟

اوس خو یواځې دشخصي پوهنتونونو شمیر ۱۳۴ته ورسید بیاهم افغانان خپل راتلونکی برخلیک نه شي ټاکلی؟

دځان وژنو مسئله یواځې په افغانستان کې نده په نورو هېوادنوکې هم ځان وژنې کیږی امریکا چې پرمختللې یادیږی له ۱۹۹۹څخه تر۲۰۱۴پوري پکی دځان وژنې کچه ۲۴سلنه زیاته شویدي ۳۳۱۳تنو نارینه و او ۹۶۶۰ښځوپکی ځان وژنې کړیدي .

 په افغانستان کی په تیرکال کې د وژنوشمیر ۹۰۰۰تنه ښودل شوی چې دې شمیره کې دجګړو له امله دوژنوتر څنګ ځان وژنی هم ښودل شویدي .

 اوس دملي یووالي دحکومت چارواکي پدی نه پوهیږی چې څرنګه دملي تاوتریخوالي مخه ونیسي او نیول ېې لازمي دي ځکه چې دملي یووالي حکومت په ملي تاوتریخوالي حکومت بدل شویدی .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button