
عاطفه د شعر ساه ده
شرر ساپی
د ځانګړې پېښې او موضوع په وړاندې وجداني حالت ته عاطفه وايي چې په تجربه تر لاسه كيږي، او په انسانانو کې يو له بل نه توپير لري، په ښځو کې د نارينه په پرتله ډېره ده، خو هره قاعده ځانګړنې لري.
عقل او عاطفه د انسان په وجود کې دوه بشپړونکي اضداد دي، عقل په منطق او استدلال ولاړ دی، او په ټولو قضاياو کې په کره او سمه توګه پريکړه کوي، خو عاطفه په رڼو احساساتو، انعطاف او نرمښت ولاړه ده، عاطفه په نتيجه پرېکړه کوي له منطق او استدلال سره هېڅ کار نه لري، عاطفه هڅه کوي چې په بيړني ډول غريزه اشباع کړي، خو عقل د دغه کار له پاره اوږدمهاله وخت په نظر کې نيسي، د عقل صلابت عاطفه نرموي او د عاطفې جوش عقل سړوي او دواړه په انساني چارو نېغ په نيغه اغيز لري.
ځينې خلک په دې باور دي چې غښتلی فکر د عاطفې په نه شتون کې شونی دی، خو دا ناسم نظر دی، ځکه چې دواړه بشپړونکي اضداد دي، بلکې د عاطفي په شتون کې غښتلی فکر زيږي، نو همدغه ده چې د يوه ليکوال او شاعر د تخليق د پيل نکته هم بلل کيږي، کله چې د يوې موضوع په اړه د شاعر احساس”عاطفه” وبوږنيږي، د لفظونو او ترکيبونو په مرسته يې مخاطب ته وړاندې کوي، که چيرته شاعر په خپله دغه شعري تجربه کې چې ذاتي تجربه يې ده، ريښتونی وي نو عاطفه به يې هم ريښتونې او اغيزمنه وي او که چېرته خپله ذاتي تجربه موږ ته په سمه توګه انتقال نه کړي، نو عاطفه به يې دروغژنه وي.
خو په شعر کې پرعاطفه باندې د ريښتونې او دروغژنې غښتلې او کمزورې پرېکړه هم اسانه خبره نه ده او تر شا زر کيسې لري.
ويل کيږي چې د حجاج بن يوسف زوی وفات شو، نو له يو شاعر نه يې غوښتنه وکړه چې د زوی په اړه يې داسې وېرنه ووايي چې د خپل زوی په اړه يې ويلې وه، نو شاعر ورته وويل: “هغه څه چې زه يې د خپل زوی په اړه ويلو ته اړ کړی وم ستا د زوی په اړه يې په زړه کې نه لرم”.
او همدغه عاطفه ده چې شاعر يې په خپل زوی باندې وېرنې ته اړ ويستی و او په خپله وېرنه کې دومره ريښتونی هم و چې د وخت امير ترې غوښتنه کوي چې د ده د زوی په اړه هم دغسې وېرنه ووايي.
لکه چې ومو ويل عاطفه په دروغو او رښتياو کار نه لري، دروغ او رښتيا باندې پرېکړه د عقل کار دی نه د عاطفې ځکه چې :
“عقل مسلې د سود او زيان راټولوي”
او د ادب په دنيا کې” اکذبه اعذبه ” دی، چې څومره دروغژن وي دومره به خوږ وي، نو له همدې ځايه ويلی شو چې عاطفه په شعر کې اساسي توکی دی او له عاطفې پرته شعر لکه سوړ ديوال بې روحه شی دی، زموږ په اوسني بهير کې که يو شمير شاعران عاطفې ته ارزښت ورکوي، خو يو شمېر نور داسې شته دی چې تش په خيال ولاړ وي، کله چې په شعر کې کوم خيال له عاطفې بې برخې شي نو بيا وهم او خوب ته نيږدې شي او په مخاطب هيڅ ډول اغيز نه شي کولی، خو که په کوم شعر کې عاطفه ريښتونې وي او تخيل ونه لري بيا هم په مخاطب اغيز کوي، د پښتو ژبې معاصر شاعر درويش درانی وايي:
بيلتانه په داسې حال يم رسولی
يار د بل درومې او زه ورپسې ژاړم
په دغه بيت کې هيڅ ډول تخيل نشته، خو بيا هم زموږ په حواسو نيغ په نيغه اغيز کوي او د دې لامل دا دی چې شاعر راسره خپله ذاتې تجربه چې د فردي عاطفې نه رازيږېدلې شريکه کړې ده، د شاعر عاطفه ريښتونې ده ځکه چې له ذاتې تجربې نه راټوکېدلې او په دې توانېدلی دی چې د لفظونو پرمټ يې په همغسې تازه ګۍ ترموږ راورسوي، درويش يو بل ځای وايي:
ښې لاس مې پروت و د سېنې په ژور زخم باندې
له مجبورۍ مې کيڼ لاس پورته کړ دعا ته خدايه
په دې بيت کې هم راسره شاعر خپله عاطفه چې د هغه له ذاتي تجربې څخه سرچينه اخلي شريکوي، نو بيا هم ترې همغه خوند اخلو چې شاعر ترې کوم خوند د ليکلو پرمهال اخيستی و، ځکه چې د شاعر عاطفه په دې بيت کې هم ريښتونې ده.
په بيت کې “د سينې زخم، پر زخم لاس ايښودل، مجبوري، دعا، اوعاجزي” ټول عاطفوي حالتونه دي چې په مخاطب باندې اغيز کوي او له شاعر سره يې په دغه عاطفوي حالت کې شريکوي.
ويل کيږي هر هغه شی چا عاطفې ريښتونی کړ، که دروغ هم وي تاسې يې رښتيا وبولې.
د پښتو ژبې يو بل نوښتګر شاعر اومان نيازی وايي:
ملالو سترګو ته مې ډېر کتلي
زما له قبره به باڼه ټوکيږي
که چېرته دغه بيت موږ د عقل او منطق په تله وتلو، نو کيدای شي خپل عقل راپورې وخاندي، ځکه چې عقل راسره دا نه مني چې په قبر دې د وښو پرځای باڼه راشنه شي، خو بيا هم موږ له دغه بيت نه خوند اخلو، زموږ په حواسو ژوره اغيزه کوي، او دغه نوې خبره راته بابيزه نه ښکاري، د دې لامل بيا هم عاطفه ده، په دې بيت کې مبالغه ده او له مبالغې سره چې عاطفه مله نه شي نو هيڅ ډول اغيز نه شي کولی، په پورتني بيت کې د شاعر د ذاتي تجربي توکي، ” ملالې سترګې، کتل، قبر، باڼه او ټوکېدل” دي، شاعر خپله دغه ذاتې تجربه چې د ده په شعور کې ترسره شوې ده، له موږ سره شريکه کړې ده، او دغه مبالغه يې راباندې د خپلې عاطفې پرمټ منلې، په لومړي نيم بيت کې خوځښت او حرکت دی، د ملالو سترګو د اوريدو سره د سترګو ټول کيفيتونه زموږ د ذهن په هنداره انځوريږي، ورپسې د کتلو په فعل کې هم حرکت موجود دی، د ډېر قېد “کتلو” ته نور هم خوځښت ورکړی دی، ورپسې نيم بيت کې جمود ډېر دی او په جمود کې ناڅاپه داسې خوځښت رامنځ ته شوی دی لکه تږی چې په يوې سوې صحراکې په چينه واوړي، نو صحرا او د لمر سوځنده وړانګې ترې هېرې شي او يوازې په چېنه بوخت شي، دلته هم په قبر باندې د بڼو شنه کېدل همدغسې انځور جوړ کړی دی، د قبر په کليمه کې درد، غربت، بيتلون پروت دی چې دا ټول د عاطفې ډولونه دي، چې د شاعر په ذات پورې تړاو لري، موږ په ورځنۍ محاوره کې وايو خټکۍ له خټکې نه رنګ اخلي ځکه چې يو بل ته نېږدې دي، د همدغې محاورې پرمټ دغه تصوير انځور شوی دی، دا په غير ارادي ډول شوی دی، د دواړو تصويرونو ترمنځ نېږدې والی د سترګورو کره کتونکو کار دی، نو لومړی انځور مو منلی دی اودوهم راباندې د شاعر عاطفې په زور منلی دی.
عبد الحميد بابا وايي:
چاغوې مې قربانۍ لره پوهيږم
دا چې کړی دې په ما باندې زړه سوی دی
او يو بل ځای وايي:
د رقيب له لاسه ډک له غريو ناست وم
چې مې حال ووايه ياره ته ژړا راغله
په لومړی بيت کې حميد بابا راسره د خپل ژوند يوه تجربه شريکوي، حميد بابا چې په هيڅ حالت کې يې د خپلې معشوقې نه زړه سوی نه دی ليدلی، نو ځکه د خپلې معشوقې په زړه سوي باندې ورته شک پيدا کيږي او د خپلې خبرې د ثبوت له پاره په ټولنه کې پراته انځور ته لاس غځوي، چې دغه انځور سره موږ ټول اشنايي لرو او د مخاطب مخې ته يې ږدي، چې دا د شاعر ذاتي تجربه ده او دغه ذاتي تجربه راباندې “په قربانۍ پسه باندې د زړه سوی” په جمله مني، خو په بيت کې هيڅ ډول تخيل نشته دی.
په دوهم بيت کې هم د شاعر عاطفه ريښتونې ده، ليدلي به مو وي چې ماشوم له نورو ماشومانو سره جنګ وکړي، نو که ونه ژاړي او بيا دغه کيسه خپلې مور ته او ياهم د کور بل غړي ته کوی ورسره ژاړي، نو شاعر هم راسره دغه تجربه شريکه کړې ده او پرموږ يې اغيز هم کړی دی.
خو که چېرته شعر د عاطفې نه خالي وي، بيا بې روحه شي، هيڅ ډول خوځښت او حرکت نه لري، او چې خپله حرکت ونه لري نو د لوستونکي او اوريدونکي احساساتو او عاطفې ته به څه حرکت ورکړي، د پښتو ژبې د ځوان کهول خوږ ژبی شاعر سيد جيلاني جيلان وايي:
د ايينې د سپين ورغوي د پړک پيڅې پسې
جلان ورک يارته د مين زړه مر غلره تړي
په دې بيت کې تخيلې انځورونه ښه ډېر دي، د اينې سپين ورغوی، تخيلي ترکيب دی، بيا د دغه ورغوي د پړک پيڅه بل تخيلي انځور دی بيا په دغه پيڅکه پسې ورک يار ته د خپل مين زړه د مرغلرې تړل بل انځور دی، خو پرموږ هيڅ ډول اغيز نه کوي.لومړی د تخيلي انځورونو ازدحام بيت بيخونده کړی دی، او په بيت کې هيڅ ډول عاطفه نشته، نو ځکه له دې بيت نه راته په دغه غزل کې دا بيت خوند راکوي:
په بنګاليو کوډو نشي دوزخ مخيه ! واوره.
پېغله زمونږ کليمه داره له ټټره تړي
په پورتني بيت کې له مخاطب نه کرکه په دوزخ مخې تعبير شوې چې دا هم په خپل ذات کې سلبي عاطفه ده، په ټټر د کليمه دارې تړل يو کليوالي عاطفوي انځور مخ ته ږدي چې د کليوالې پېغلې ټول ژوند په کې ګورو.
خو که چېرته په شعر کې تخيل او عاطفه څنګ په څنګ روان وي نو دغسې شعر په پيړيو ژوند کولی شي، او موږ ترې خوند هم اخيستلی شو د بېلګې په ډول به د کاروان څو بيتونه راوړو:
څه ګورم د ګل پښو ته پرته رامه نجلۍ وه
دا بې شرمه لوڅه ښه پوره خامه نجلۍ وه
خټ خټ په خندا او مسته بې جامه نجلۍ وه
سپينه راپرېوتې له شينکي بامه نجلۍ وه
ورغلم نجلۍ نه د رڼو اوبوچينه وه
ومې څښله يخه لکه زر ځله چينه ده
شاعر هڅه کړې چې موږ ته يخه او رڼه چينه د خيالي انځورونو پرمټ انځور کړي،”د ګل پښې” تخيلي ترکيب دی، ځکه چې د تخيل ترکيبي وجود شتون نه لري، خو په انفرادي ډول يې موندلی شو، د ګل پښې نشته، خو ګل شته دی او پښې هم شته،”رامه نجلۍ” عاطفوي ترکيب دی، له شينکې بام نه د جينۍ راغورځېدل هم عاطفوي انځور دی:
خدای دې له بامه راګوزار کړه
چې خړه پړه دې په غېږ کې ونيسمه
“په خټ خټ خندا، بې شرمه، لوڅه، خامه، بې جامه نجلۍ” ټول عاطفوي انځورونه دي،چې زموږ احساسات تخنوي،عاطفه مو راويښوي او نېغ په نېغه راباندې اغيز کوی،کينه په خپل ذات کې عاطفوي کيفيت دی چې چينه ورسره تشبيه شوې ده او د بيتونو عاطفوي اړخ يې نور هم غښتلی کړی دی، په دې بيتونو کې د شاعر عاطفه ريښتونې ده ځکه چې موږ ته يې خپله ذاتې تجربه په شفاف ډول وړاندې کړې ده، په دې بيتونو کې عاطفه او تخيلي انځورونه اوګه په اوګه روان دی او داسې بيتونه د تاريخ په حافظه کې تر ډېره خوندې پاتې کيږي.
که موږ د خپلو پخوانيو شاعرانو شعرونه په غور وګورو، راته به جوته شي چې د کاظم خان شيدا په شعر کې ډېر ځله تخيل پرعاطفې لاسبری کيږي او د حميد بابا په شعر کې عاطفوي اړخ ډېر غښتلی دی، په معاصرو شاعرانو کې د پيرمحمد کاروان په شعرونو کې تخيلي اړخ پرعاطفوي اړخ کله ناکله لاسبری شي، خو د درويش دراني په شعرونو کې عاطفه په تخيل لاس برې ده.
که په شعر کې د منطقي، تخيلي او عاطفوي اړخونو توازن ته پوره پاملرنه ونه شي نو شعر خپل شعريت د لاسه ورکوي او په مخاطب هيڅ ډول اغيز نه شي شيندلی.



