شهيده!

شاعره/   بلينډه بدرۍ

تلو ، ما رومال کې ورته غوټه کړې چابکې اوښکې
ورسره وي به که به وخته وي ترې ورکـــې اوښکې

په ده د کاڼــــــو باران بـــــــــيا هم مســـــکي ماته کاته
ځکه مې سترګو کې شوې پاتې هکې پکې اوښکې

زه چې شهـــيده! ستا تصوير له شيــــــشې ګرد پاکوم
شـــــــي راروانې په باړخو ســــــــتا د ادکې اوښـــکې

په څير د غـــــــشو چې د چا د زړه نه ونه وځـــــــــي نو
خاونده دومره هم نو مه کړې د چا ســــپکې اوښکې

هغه لا پل اخــــــــــيستی نه و پــــــــــــسې شړ ېې وهل
ما وې چې وي به دا ميراتې په زړه کلـــکې اوښکې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button