ليكنه : مفتي نجم الاسلام
تکبیرات تشریق ویل واجب دی
- په خاصو ورځو کې دفرض لمونځ پسې متصل ـ الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله والله اکبر الله اکبر و لله الحمد ـ ویلوته تکبیرات تشریق وایي.
- د تکبیرات تشریق ابتداء:
حضرت ابراهیم علیه السلام چې کله خپل بچی اسماعیل علیه السلام د ذبحه کولو لپاره څملولو نو جبرائیل علیه السلام په فدیه کې پسه دجنت نه راوستلو ، په دې دوران کې جبرائیل علیه السلام ته خطره پیدا شوه هسې نه چې اسماعیل علیه السلام په تیزۍ کې ذبحه کړي نو فورایې وویلې الله اکبر الله اکبر ، حضرت ابراهیم علیه السلام چې کله جبرائیل علیه السلام ولیدلو نو وې ویل لااله الا الله والله اکبر ، کله چې اسماعیل علیه السلام خبر شو چې دده په بدل کې پسه راغی نو وې ویل الله اکبر ولله الحمد. (درمختار) - دتکبیرات تشریق وخت:
د عرفې دورځې د سهار لمونځ نه شروع کیږي اود لوی اختر دڅلورمې ورځې تر مازدیګره پورې جاري وي. چې دلمونځونو مجموعي شمیره یې ۲۳ جوړیږي. - حکم :
دهر فرض لمونځ نه وروسته په نر او ښځه مقیم وي او که مسافر په جماعت یی لمونځ ادا کړی وي اوکه یواځې په ښار کې اوسیږي اوکه په کلي کې د ذکرشوو کلماتو یوځل ویل واجب دي. - سړي به یې په جهر وایې اوښځې به یې په کراره وایې.
- په تکبیرات تشریق کې فتوا دصاحبینو په قول ده.(بحرالرائق باب العیدین)
- که څوک تکبیرات تشریق درې ځل ووایې جائزدی ، اګرچې زمونږ بعضې علماء کرامو ورته خلاف سنت ویلي دي. (تقریرات رافعي علی ردالمحتارباب العیدین)
- دلوی اختر لمونځ نه وروسته تکبیرات تشریق ویل مستحب دي.


















