
ستا د وروځو منځ کې زما سترګې تلاوت کوي
شاعر/ نورګل شفق
موږ به عبادت کوو، دا خلک دې عادت کوي
وبخښه، زه نه یم، چې اظهار د محبت کوي
مینه په لفظونو کې چا ځای ده، خدای لیدلی چا؟
ړوند به په کوم حس راته د چا سترګو صفت کوي؟
دا چې نه دې نوم اخلي او نه درپسې شاته ځي
سیوری خو څه نه دی چې په لمر دې دلالت کوي
ستا د لاس په کرښو کې صفا زما، مروا زما
ستا د وروځو منځ کې زما سترګې تلاوت کوي
پرېږده چې دنیا یادوي، پرېږده میئن سپک ښه دی
پرېږده ملا دروند ښه دی، کیسې د اخرت کوي
تا چې راته وکتل، ما بلې خوا ته وکتل
خلک له آفته مخکې چاره د افت کوي
موږ باندې د چا خواږه غږ تېر بلا مرګونه دي
ګرځي اسرافیل دې په شپیلۍ چې قیامت کوي
پرې یې ږده چې حل شي تا کې، ګوندې سړی وپایي
خوړ په سمندر د ډوبیدو دغه جرءت کوي
ژوند مې د شفق غوندې رنګین خو خوی مې غلی دی
خود به پیکه وریځې او برېښنا ما نه نفرت کوي



