لیکوال:صفي الله صاحبزاده،
قلم هغه وخت کارګر ثابتېدلای شي، چې د کونډو رنډو ،یتیمانو د زړه آهونه وسپړي. قلم هغه وخت کارګر ثابتېدلای شي، چې تر هرڅه ورته دمخه خپلواکي په نظر کې وي، او په همدې خپلواکۍ کې یې د قلم څوکه څرخي. قلم هغه وخت ګټور ثابتېدلای شي،چې پخپلو ګوتو کې د خپل زړه غږ څرخي، نه د پردیو. کومه خبره چې زما له ماشومتوب نه په یاد پاتې ده، هغه داچې کولنګ ورانول کوي او قلم رغول، خو اوس بیا راته دا هرڅه برعکس ښکاري، دمګړۍ ډیری خلک د قلمونو څخه د کولنګ دنده پرمخ وړي، ځینو خلکو بیا له قلمونو څخه ښه مضبوط کولنګونه جوړ کړي او د اذهانو په ړنګولو بوخت دي. اوسني قلموال چې ډیری یې د حلال او حرام له تمیز پرته په قلم رزق ګټي، معیارونه او ارزښتونه یې نا څرګند دي، او دیو څو پیسو لپاره د قلم څوکې خرڅوي، او دا ښکاره خبره ده چې څوک د خپل قلم څوکه خرڅوي هغه خپل عزت خرڅوي، خپل عفت خرڅوي. خپل غیرت خرڅوي. چې ښه بیلګه یې د اشغالګرو مزدورو رسنیو لیکوالان او قلموال دي. کوم لیکوالان چې د قلم څخه د کولنګ دنده پر مخ وړي، دوي د خپلو قلمونو څوکو سربېره خپل ضمیرونه هم پلورلي دي، دا بلواک قلموال غواړي چې د یو څو ډالرو په مقابل کې د خپلو بادارانو په خوښه او لار ښوونه د اسلامي کلتور او مذهب په ضد لیکنې وکړي، او په اسلامي ټولنه کې دخپلو لیکنو په زور یو رنګ دنفرت او کرکې اور بل کړي، یا کوم اور چې غرب بل کړی یا یې بلوي دوی ورته د قلم له لارې تیل و پاشي ، ترڅو دغرب بل شوي اور بڅرکې ټولې اسلامي نړۍ ته وشیندي او د همدې لپاره خاص ګمارل شوي دي. د حق دلاري داعیان باید دوی ته خپل پوره پام واړوي ،او یواځې په ګواښونو یې بسنه ونه کړي، له ډیری مزدورو عسکرو نه ددوی وژنه ستره غزا ده، ځکه چې ډیری عسکر ناپوهان دي او په ناپوهۍ کې د غرب چوپړ دي، مګر دا قلموال په شعوري توګه د غرب ډول ته ناڅي. چې باید پاملرنه یې وشي.

















