رومانیا دفاع وزارت وایي، د رومانیایي عسکرو د وژلو په تړاو درې افغانان نیول شوي دي

کابل ټکی کام ۲۰غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د رومانیا دفاع وزارت اعلان کړه چې د کندهار د شنبې پېښې په تړاو درې افغانان نیول شوي دي.
دغه وزارت ویلي دي، له دغو درو افغانانو څخه دا مهال ګروېږنې پوښتنې روانې دي.
دغه وزارت نن رسنیو ته وویل، دغه پېښه کندهار ته څېرمه په یوه روزنیز مرکز کې رامنځته شوه، چې یوه افغان پولیس پر درو رومانیايي عسکرو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله او هغوی یې ووژل، او یو بل یې ټپي کړ.
وزارت همدا راز وویل، چې بیا وروسته د نورو رومانیايي عسکرو له لورې افغان پولیس هم ووژل شو.
ویل کیږي، له دغې پېښې مخکې د پولیسو د خاصو قواوو د یوه منصبدار او د رومانیايي عسکرو تر منځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه.
دغه پېښه د رومانیا ولسمشر په کلکو ټکو غندلې وه، او له ده څخه د دغه هېواد دفاع وزارت غوښتنه کړې وه، تر څو دواړو وژل شویو رومانیایي عسکرو ته د «ستوري مډال» ورکړي.



