ولسمشر په اعدامونو شمالي ټلواله رضا خو اولس یې له ځانه ناراضه کړ

(سرلیکنه)

د یوې اونۍ را پدې خوا چې ولسمشر ته پر اعدام د محکمو شوو کسانو دوسیې د توشیح لپاره په ارګ کې پرتي وې ، بالآخره ولسمشر دشپږو تنو پر اعدام لاس لیک وکړ او عملي شو.

په دې اعدامونو سره نه یواځې داچې افغانان خوا بدې شول ، بلکه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دبشردحقوقو سازمان او یوناما لخوا هم ژوره انديښنه وښودل شوه او هم په یو شمیر ولایاتو کې یې په غبرګون ښودلو سره مظاهرې شوي.

په هغو هیوادونو کې چې عدالت ، قضا او د زندانیانو په اړه ریښتوني پلټنې او په حقیقت ولاړ قضاوت وشي، بیا دهمدې قضاوت په نتیجه کې داعدام حکم محکمې وکړي.

په دا ډول اعدامونو سره امن نشي راتلای ځکه په موجوده اداره کې چې یواځې دعدالت او قضا نوم ورپاتې دی ، اعدامونه به دموجوده ستونزو نه علاوه نورې ستونزې وزیږوي.

که ولسمشر اشرف غنی دشمالي ټلوالي او یا نورو خواؤ دفشار او احساس کونکو خطرونو له امله ىشپږو تنو په اعدام لاسلیک کړی وي ، نو بیا خویې ځان نور هم دخطر سره مخ کړ.

ددې شپږو او ورسره دنورو، دبشر دحقوقو دسازمان په وینا، دسوونو پر اعدام دمحکمو زندانیانو پر اعدام لاسلیک پخواني واکمن حامد کرزي نه کاوه، ځکه هغه دفشارونو توان درلود او هم دډول ډول ګواښونو سره اشنا ؤ ، خو پدې اقدام چې اشرف غنی وکړ بې له دې چې په هیواد کې ولس وژنه او تباهي نوره هم زیاته کړي بله معنی نلري، ځکه چې دولت به دنورو زندانیانو په اړه دغبرګون په مقابل کې په عمل لاس پورې کوي او طالبان به یې هم غبرګون په انتقام سره څرګندوي بیا نو دا څرګنده شوه چې ولسمشر په حقیقت کې دولس وژنې لاسلیک وکړ.

په دې اعدامونو سره امن نه راځې د 2001م کال را پدیخوا په زرګونه افغانان  دعملیاتو ، بې پیلوټه ‌ړندو بمباریو، شپنیو چاپو ، ماینونو او نورو وسیلو ووژل شول خو په ځای ددې چې امن راولي بد امني نوره هم زیاته شوه .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button