یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

په اسلام‌آباد کې د افغانستان-پاکستان پر اړيکو دوه ورځنی کنفرانس

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 22, 2015
کټګوریانې: راپور تاژ
0
9
ځلې شریک شوی
112
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز راپور
په اسلام‌آباد کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز-کابل او د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد ګډ دوه ورځنی کنفرانس په برياليتوب سره پای ته ورسېد.
دغه کنفرانس د «افغانستان-پاکستان: د ایډیال دوه اړخیزو اړیکو په لور» تر عنوان لاندې د سپټمبر پر ۱۶ او ۱۷مه نېټه په اسلام‌آباد کې جوړ شو، چې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز له لوري پکې د مرکز رئیس دکتور عبدالباقي امین، د مرکز مرستيال ډاکټر وحیدالله مصلح، د علمي شورا غړو دکتور فضل الهادي وزین او انجینر حامد دراني او د مرکز اجرائي مسؤول حکمت الله ځلاند ګډون کړی و. دغه راز په اسلام‌آباد کې د افغانستان د سفارت سکرتر احمد شاکر قرار هم د کنفرانس په دواړو ورځو کې حضور درلود.
د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد له خوا، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند، د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت رئیس خالد رحمان، خالد اقبال، ډګرمن سید نذیر، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير ایاز وزیر، د پالیسۍ د څېړنو انستیتوت د څېړنو همغږي کوونکي عرفان شهزاد، د قائد اعظم پوهنتون استاد دکتور انورشاه او د دغه انستيتيوت څېړونکي معراج الحميد ګډون کړی و.
د کنفرانس له پيل مخکې په يوه جلسه کې اسلام‌آباد ته د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د تللي پلاوي او د پاليسۍ د څېړنو انستېتيوت-اسلام‌آباد د مسؤولينو په ګډه غونډه کې د دواړو مرکزونو پر ګډو همکاريو او راتلونکو پروګرامونو بحث وشو.
د کنفرانس په افتتاحيه جلسه کې دکتور عبدالباقي امين او خالد رحمان د غونډې ګډونوالو ته هرکلی ووايه او د کنفرانس پر اهميت يې رڼا واچوله.
د کنفرانس لومړۍ برخه «د افغانستان-پاکستان اړيکې؛ اوسنی وضعيت او راتلونکی» موضوع ته ځانګړې شوې وه، چې لومړی ويناوال يې دکتور فضل الهادي وزين و او په خپلو خبرو کې په دې ټينګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او فرصتونو ټکي، چې نوموړي اشاره ورته وکړه، بايد په څرګند ډول د دواړو لورو له خوا مطرح او حل لارې ورته ولټول شي. د دې برخې بل ويناوال په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير اياز وزير و، چې نوموړي هم په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر وړاندې شته خنډونو او فرصتونو باندې خبرې وکړې.
د کنفرانس په دويمه برخه کې “په افغانستان کې د سولې بن‌بست او حل لارې” تر عنوان لاندې لومړی ويناوال په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مهمند او دويم ويناوال يې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز مشر دکتور عبدالباقي امين و، چې په خپلو خبرو کې يې د افغاني سولې بهير د بريا لپاره بين الافغاني تفاهم اړين وباله او ټينګار يې وکړ، چې تراوسه هم د سولې بهير د ناکامۍ لامل د يوه داسې دريمګړي لوري نشتوالی دی، چې د جګړې ټولو لورو ته د باور او منلو وړ وي.
په دريمه برخه کې هم “په پاکستان کې افغان ګډوال؛ اوسنۍ وضعيت او راتلونکی” تر عنوان لاندې د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز مرستيال ډاکتر وحيدالله مصلح خپله مقاله واوروله او ويې ويل، چې د کډوالو قضیې ته باید د دواړو ټولنو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو په تناظر کې وکتل شي. د کډوالو د قضیې حلولو لپاره یوه داسې ماحول جوړولو ته اړتیا ده چې روڼتیا او د یو بل په خوښه اوږدمهاله حل وړاندې کړي او ټولو کډوالو ته د منلو وړ وي.
څلورمه او وروستۍ برخه “د افغانستان-پاکستان اقتصادي اړيکې؛ ننګونې او فرصتونه” موضوع ته ځانګړې شوې وه، چې له افغان لوري د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز علمي غړي انجنير حامد دوراني او له پاکستاني لوري هم د قائد اعظم پوهنتون استاد دکتور انورشاه خپلې علمي مقالې وړاندې کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اقتصادي اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د دغه کنفرانس د هرې برخې په پای کې ګډونوالو د بحث د تاوده هرکلي ترڅنګ له ويناوالو څخه خپلې پوښتنې مطرح کړې او پر اړوندو موضوعاتو يې خپل نظرونه وړاندې کړل.
په کنفرانس کې ویناوالو په دې ټینګار وکړ، چې په دواړو هېوادونو کې باید پالیسي جوړوونکي د وخت له ضایع کولو پرته د هراړخیزو خبرو اترو په پیلولو او باورجوړونې لپاره ګامونه پورته کړي، ترڅو له یوې خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پياوړو او تلپاتو اړیکو لپاره لاره هواره شي او له بلې خوا د نړیوالو او سیمه‌ییزو لوبغاړو د هغو ناوړو دسیسو مخنیوی هم وشي، چې د دغو دوو وروڼو ملتونو ترمنځ اختلافات اچوي او په خپل ټول توان سره په سیمه کې د تلپاتې سولې او استقرار لپاره هر کوښښ او هڅه له ناکامۍ سره مخ کوي.
د دواړو هېوادونو د اړيکو په تړاو، په لاندې خبرو ټینګار وشو:
• د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد باور رامنځته شي او د باور جوړونې لپاره باید څرګند او واقعي ګامونه پورته شي؛
• د خبرو داسې ریښتینې پروسه بايد پيل شي، چې روښانه موخې او مقاصد ولري؛
• ټولې ستونزې په نښه او پکې شاملې شي؛
• د یو بل ملي ګټو ته درناوی وشي او دا د مېز سر ته راوړل شي؛
د دې ترڅنګ په دواړو هېوادونو کې د پالیسۍ جوړوونکو، رسنیو او روشنفکره پاړکي پر منفي رول هم نیوکې وشوې، چې د افغان او پاکستاني ملت ترمنځ یې کرکه پيدا کړې او په سیمه کې د بهرنیو لورو ګټو ته کار کوي.
د دواړو خواوو ويناوالو پر دې خبرې هم ټینګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې مدني ټولنې، څېړنیز مرکزونه او تینک ټانکونه مهم رول لوبولی شي. ځکه دوی پر پالیسي جوړوونکو او ستونزو سره تړاو لرونکو باندې اغېزه کولای شي. له همدې کبله دا ډول ادارو ته پکار دي، چې په دې برخه کې فعال رول ادا کړي او له یو بل سره د همکاریو پر مټ متقابل تفاهم پیاوړی کړي.
په دغه دوه ورځني کنفرانس کې شويو بحثونو دا پيغام هم له ځان سره درلود، چې ګډه عقیده، تاریخ، کلتور، ژبې او له یو بل سره تړل شوي ټولنیز او اقتصادي حقایق او فرصتونه هغه زمینې او حل لارې دي، چې له مخې یې دواړه هېوادونه سولې ته رسېدلای شي او په ګډه خپل روښانه راتلونکی جوړولای شي.

( با تشکر از نن ټکی آسیا )

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

مخکینې مطلب

سږنۍ کال به ۱،۴میلیونه حجاج د حج فریضه اداء کړي

بل مطلب

یمن : جمهور رئیس عبدربه منصورهادي عدن ته ورسید

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

نشرونکی: احسان تکل
مې 3, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

نشرونکی: ح جلال
مې 3, 2026
0

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

پکتیکا کې د ۴۰ زره ډالرو په پانګونې د پلاستيکي پایپونو فابریکه پرانیستل شوه

له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوې ۲۸ میله وسلې او ۱۴۵۰ مرمۍ کشف او ضبط شوې

د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر د فلسطیني خپلواک دولت جوړېدل له اجنډا وتلي

اقتصادي کمېسیون ۱۲ لویې پرمختیايي پروژې تصویب کړې

د ایران د تېلو ستره کښتۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۷۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

شمال زون درې ولایتونو کې د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷ روغتیايي پروژې پیل او پرانیستل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com