کابل ټکی کام ۲۱غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د نړیوالو خبري رسنیو د خبر له مخې چې د عراق ولایت په الانبار ولایت کې د داعش ډلې یو وتلی مشر (ابو وهیب) وژل شوی دی.
دغو خبري رسنیو د امریکا د دفاع وزارت له لورې د خپرې شوې خبرپاڼې د خبر له مخې ویلي دي، چې دغه برید تېره جمعه ترسره شوی دی.
پنټاګون ویلي دي، چې له ابو وهیب سره درې نور وسله وال هم وژل شوي دي.
ابو وهیب چې په ۱۹۸۶ میلادي کال کې زېږېدلی دی، د دغې ډلې لپاره یو مهم غړی بلل کېده.
د نوموړي په اړه وړاندې هم د مرګ اوازې خپرې شوې وه، خو بیا وروسته د دغې ډلې له لورې رد کړی شوې.
د یادولو ده، وړاندې هم په عراق کې ابو وهیب د امریکايي ځواکونو له لورې نیول شوی وو، او د اعدام حکم پرې شوی وو، خو بیا وروسته په ۲۰۱۲ میلادي کال په تېښته بریالی شوی وو.


















