افغان ځواکونو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر ځوی (علي حیدر ګیلاني) له تښتوونکو ازاد کړی

کابل ټکی کام ۲۱غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې افغان ځواکونو په پکتیکا کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ځوی (علي حیدر ګیلاني) د تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي، چې علي حیدر ګیلاني د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ازاد شوی دی، چې نن سهار د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې ترسره شول.

اعلامیې لیکلي دي، چې  علي حیدر ګیلاني د القاعده شبکې په یوه پتڼځای کې وو، چې د عملیاتو پر مهال دغه پټنځای هم له منځه تللی، او نوموړی یې د دوی له منګولو ازاد کړی دی.

اعلامیه کې راغلي دي، چې علي حیدر ګیلاني یې په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلی دی.

په یوه بل راپور کې راغلي دي، چې علي حیدر ګیلاني به د طبي معاینې وروسته اسلام اباد ته واستول شي.

همدا راز په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله رسمي فیسبوک پاڼه باندې لیکلي دي، چې د پاکستان پخواني وزیر یوسف رضا ګیلاني ته یې د ټلیفون له لارې د علي حیدر ګیلاني د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.

د یادولو ده، علي حیدر ګیلاني درې کاله وړاندې په پاکستان کې د سړي تښتوونکو له خوا تښتول شوی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button