ولسمشر غني له علي رحمان سره رسمي کتنه کړې

کابل ټکی کام ۲۱غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان نن سهار پلازمینه دوشنبه کې سره وکتل، او د یو لړ موضوعاتو پر سر یې خبرې اترې وکړې.
دواړو ولسمشرانو په دغه کتنه کې د سرحدي اړیکو د پیاوتیا او امنیت او د سیمې د ټيکاو پر سر خبرې اترې کړي دي.
دواړو ولسمشرانو له ترهګرۍ، تندلاریتوب، د نشه یي توکو د قاچاق او د نورو سازمان شویو جرمونو پر خلاف پر مبارزه ټینګار وکړ.
دواړو ولسمشرانو ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو پوله به پر ټیکاو، دوستۍ او همکارۍ سره بدله کړي.
ولسمشر غني دغه سفر نن سهار تاجکستان ته پیل کړ، او د پلازمینې دوشنبې په هوایي ډګر کې د دغه هېواد لومړي وزیر قاهر رسول زاده یې هرکلی وکړ، او بیا وروسته د دغه هېواد ولسمشر امام علي رحمان یې رسمي هرکلی وکړ.
باید ووایو، چې تاجکستان هېواد ته د ولسمشر غني دغه لومړی سفر دی.
د یادولو ده، د ولسمشر غني دغه سفر د سیمه ییزې لویې طرحې (کاسا) د پلي کېدو په درشل کې ترسره کیږي، او دغه طرحه به افغانستان او پاکستان ته د تاجکستان او قرغیزستان د برېښنا د لېږد زمینه برابروي.



