چاودلی زړه مې نن دردونه کوي

 شعر / درویش
 چاودلی زړه مې نن دردونه کوي
سلـګۍ، ژړاوي ولســونــه کـــوي
په داریې کړل ژیړي ژیړي طالبان
په تور زنـدان دی دغمـونو باران
قاري حجت الله یادیږي راته
عثـمان مې ستـرګوکې غړیـږی راته
سلګۍ به یې چا وي اوریدلي خدایه
ظـالم بــه ډېر وي دردولي خدایه
دمحمدخان تنکي ځوانۍ یادوم
دحمـدالله ستړې زندګۍ یادوم
له ما جداشول ریحاني ګلونه
دامــارت یې اســلامې ګلــونه
دسترګو تور حضرت الله اکمله
ګــران مــولوي خـان اغـا اتــله
دبخــتور وي بخــتور مــرګــونه
لیکل کېږي نن پرې زرین تاریخونه
دروېش ناصري پرې ژړلي خدایه
یاران یې ډېر دې یادیدلي خدایه
دان٬قلاب قلمی لیــکی اشعار
دزندانیانو دې شي مل کردګار

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button