کابل ټکی کام ۲۴غويي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ لیکلي دي، امریکا لېبیا ته د ځانګړو ځواکونو یوه ډله لېږلې ده، چې هلته په بن غازي او مصراته ښارونو کې مېشته ده.
یوه امریکايي چارواکي چې له نوم اخیستو څخه یې ډډه کړې ده، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي، دغه ډله د تېر میلادي کال په وروستیو کې لېبیا ته استول شوې ده.
دغه چارواکي ویلي دي، چې د امریکایي ځواکونو دغه ډله په لېبیا کې د فرانسې او نورو هېوادونو د ځانګړو ځواکونو سره په ګډه فعالیت کوي.
امریکا وايي، چې د واک د تشې له کبله په لېبیا کې داعش ډله قوي شوې ده.
داسې هم ویل کیږي، چې داعش ډله په لېبیا کې ۶ زره جنګیالي لري.
داعش ډلې د لېبیا په سیرت ولایت کې خپل ځواکونو ځای پر ځای کړي دي.
















