کابل ټکی کام لیکنه شبیر احمد عثماني
کله چې کومو نړیوالو غونډو ته دیوه هیواد ولسمشر درومي نو له ځان سره خپل هیواد او ولس ته، کړي خدمتونه، یو ویاړ ګڼي او پدې باور وي چې د موجوده امکاناتو په صورت کې یې ترنورو خپل هیواد او هیوادوالوته غوره خدمتونه کړیدي.
هغه غونډې چې په کومه ځانګړي موضوع راڅرخي دهغې لپاره خو بیخي په نهایي ډول خپل خدمتونه، فعالیتونه او مثبتې نتیجې دیو مستند لیست په بڼه له ځانه سره وړي او په غونډه کې په ډیره هسکه غاړه ترې یادونه کوي.
خو زمونږ د ملي وحدت حکومت مشر په داسې مهال د لندن په غونډه کې ګډون کوي. چې د برطانیې صدراعظم د ریشخند په ډول د برطانیې ملکې ته وویل چې د افغانستان او نائجیریا ولسمشران هم پدې غونډه کې ګډون کوي!؟
حقیقت دادی چې زمونږ په هیواد کې یو داسې حکومت واکمن دی چې د نړۍ د ټولو مرستو څخه برخمن خو سر تر پایه په فساد کې ډوب دی. نه خو نړیوالې مرستې پخپل ځای کې مصرفیږي او نه هم دهیواد خپل عوائد په کامل ډول د دولت بودیجې ته تحویل کیږي، بلکې هیوادني عوائد د بهرنیو مرستو سره یوځای په پوره بیشرمۍ شخصي جیبونو ته روان دي.
له یوې خوا مو هیواد او ولس د امریکا او ناټو لخوا په تپل شوي جګړه کې ښکیل دی، له بله اړخه د مفسدو واکمنانو له کړنو کړیږي. راځئ دا وګورو چې د ملي وحدت حکومت مشر اشرف غني په کوم حالت کې دلندن په غونډه کې ګډون وکړ؟!
د کابل بانک دغبن په اړه کوم اقدامات ترسره شوي؟ آیا له کابل بانک نه غلاشوي پیسې بانک ته واپس راوړل شوي؟ په غلا تورن کسان نیول شوي او سزا ورکړل شوي؟ که مجرمین خلاصې تڼۍ ګرځي او څوک کاږه هم نشي ورته کتلی.
لکونه جریبه دولتي ځمکې دغاصبینو له منګولو وتلي؟ او که غاصبین لا هم د حکومت په لوړو پوستونو کې ګمارل شويدي؟ خو مونږ یې د سر په سترګو وینو چې په ملي وحدت حکومت کې واکمن باصلاحیته او عزتمند چارواکي هغه څوک دي چې زیاتې دولتي ځمکې یې غصب کړی او په فساد کې ښکیل دي. دبلخ والي عطامحمدنور ته به څوک څه ووایي؟ سیاف ته به څوک څه ووایي؟ او ….
ددفاع وزارت پخواني وزیربسم الله محمدي چې د دفاع وزارت ټول ۹۰۰ ملیون ډالریې غلا کړي او همدا اوس په لویه څارنوالي او د تدارکاتو په کمیسیون کې د درې سوه ملیون ډالرو دفساد دوسیه لري چا محکمې ته راکش کړی؟ نه، کوم داسې نر واکمن شته چې پدې اړه خوله ویته کړي؟!
قاضیان او څارنوالان چې هره دوسیه ورته دیوې لنګې غوا حیثیت لري په ورځیني ډول په ډیره بیرحمۍ خپل مراجعین تروړي خپل جائز حقوق له رشوت پرته نشي ترلاسه کولی. په هرات کې خو یو تن چې پوره اووه کاله بې تحقیقه بندي وه ښځه یې ژوندۍ ګرځيده خو ده یې د وژنې جزا ولیده. باید ووایو چې د طالب او تروریست ترنامه لاندې یو شپونکي د اعدام سزا هم ولیده پداسې حال کې چې شپونکی دومره ساده او ناپوه و چې داعدام په نامه هم نه پوهیده.
دمشرانوجرګې د وکیلانو له قوله د ۲۰۰۰ دووزرو نه زیات بندیان بې له کوم جرم بې له کومې محکمې په زندانونو کې پراته دي. آخر ولې؟ شاید دا به ولس ته ددوی دخدمت په مانا وي؟!؟
د دفاع، کورنیوچارو او پوهنې وزارتونو په تشکیلاتو کې خیالي عسکر او ښوونکي خو که یاد نکړو هم تشکیلات او هم په چارو کې نه پرمختګ یې پخپله چیغې وهي.
له دې ورهاخوا د ملي وحدت حکومت مشر پداسې حال کې د لندن په غونډه کې وینا او ګډون وکړ چې د غونډې بهر سلګونه افغانان د یوستر لاریون په ترڅ کې شعارونه ورکول او اشرف غني یې یو مفسد(غل) او خائن په توګه یاداوه. دغونډو ګډون کوونکو ته اشرف غني دفساد پرضد په قلقلو خپل فعالیتونه یادول خو له غونډې بهرافغانانو دده ټولې خبرې تکذیبولې.
راځئ له دېنه خبر شو ، چې اشرف غني پداسې حال کې دنړۍ نورو مشرانو ته پخپلو ادعاوو او خبرو دوکه ورکوي چې پخپل هیواد کې یې حکومت له بشپړې ناکامۍ سره مخ او ولسونه یې د کړنو پر ضد پراخ لاریونونه کوي نظامي ځواکونه یې دطالبانو دعمري عملیاتو په وړاندې درنې ماتې زغمي.
نن ، پرون او وړمه ورځ دمیدان وردګو، فاریاب او غزني ولایتونو کې د پنځو تنو طالبانو او یو تن شپونکي د اعدام پرضد پراخ لاریونه ترسره شول د اشرف غني لخوا د طالبانو د اعدام اقدام یې په سختو ټکو وغانده او د عدل او انصاف په نه عملي کولو کې یې اشرف غني پړ او ملامت وباله.
دبښنې ڼړیوالې ادارې یې هم دا اقدام د نه منلو وړ بللی دی او ترینه غوښتي یې دي چې ژرترژره دا لړۍ ودروي.
دتیرې میاشتې راهیسې خو پریږده نن او پرون د ملي وحدت حکومت وسلوالو ځواکونو د توقع پرخلاف ماتې خوړلي.
د بیلګي په توګه: دغور ولایت په شینکوټ ولسوالۍ کې ۲ پوستې په بشپړه توګه طالبانو نیولي، ۱۱ تنه عسکر یې وژلي او ټپیان کړي.
دهرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې طالبانو ۷ اووه پوستې نیولي ۲۱ تنه عسکریې وژلي او ټپیان کړي، همداراز یې ۵ عرادي موټر ، لس عرادي موټرسایکلان ، یوه دهشکه ، یو هاوان ، ۲ ثقیلان او ۱۹ کلاشنکوفونه یې هم له حکومتي ځواکونونیولي دي.
دکاپیساولایت تګاب ولسوالۍ غازي خانخیلوپه سیمه کې د اربکیانو څلور قومندانان (قومندان دلاور، قومندان سیلاب، قومندان عبدالرحمان او قومندان صحب، چي په سیمه کې د اربکیانو د مشر قومندان عبدالحکیم اخندزاده زوی دی) ۸ تنه اربکیان وژل شوي، ۵ تنه نور مرګوني ټپیان شویدي.
خو د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې ۱۹ تنه پولیس او اربکیان پخپله خوښه طالبانو ته تسلیم شویدي، د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ دسنجتو په سیمه کې له یوې سترې قرارګاه څخه وسلوالو ځواکونو تیښته کړي د یوټانګ په شمول یې په زیاته اندازه پوځي توکي مهمات طالبانو ته پرځای پریښي دي خو دتیښتې پروخت هم طالبانو د حکومت دوه ټانګونه له منځه وړیدي.
د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند په مختلفو (قیصرخیل، جوی کهنه او کوږچنار)سیموکې طالبانو دحکومتي ځواکونونه یوبیس او څلورپوستې نیولي ، د مشهور قومندان خیرالله (سګ) په ګډون ۶ تنه پولیس او اربکیان قتل، ۸ نور مرګوني ټپیان کړي، ۴ تنه عسکر، ۱پولیس او ۳ تنه اربکیان یې ژوندي د اسیرانو په توګه بیولي دي.
د لغمان ولایت بادپخ ولسوالۍ اړوند کافرګلي سیمه کې اربکیانو د طالبانو کارنده بریدونو له ویري له ۴ مهمو پوستو تیتښته کړیده.
دا (مشت نمونه یې خروار) دي له دې علاوه په غزني، سرپل، هلمند، اروزګان اویو شمیرنورو ولایتونوکې دملي وحدت حکومت عسکرو له لسګونو مرکزونو او پوستو پښې سپکي کړي دي.
ددینه معلومه شوه چې د ملي وحدت حکومت په تمامه مانا شړیدلی ناکام شرمیدلی او د ولس له هرقسم مرستې محروم دی مګر د امریکا او ناټوپه زور یې ملت یرغمل کړی او د لندن په غونډه کې د یو مفسد(غل) او د ولسي ملاتړه محروم پاچا په توګه برخه اخلي.
شبیراحمد عثماني

















