شپږمه برخه
دنورې نړۍ په څیرپه هېواد کې دميي لومړۍ نیټه دمزدور یاکارګر ورځ دغونډو په کولو ونمانځل شوه.
په افغانستان کې دکارګر ورځې نمانځل چاته هم سم نه بریښي، ځکه موجوده ادارې له مزدورانو یاکارګرانو په لاسونو کې شته کار له هغوې اخیستی دی دوئ په کوم اساس دکارګر ورځ نمانځي دکارګر ورځ هغه هېوادونه نمانځي چې کارګرو ته خپل حقه حقوق پوره نشي رسولې په داسې نړیوالو ورځو که دخپلو حقه حقوقو دپوره ورکړې یادونې کیږي.
له افغانانو کارڅه چې کورونه ترې هم زور واکوپه زوراخستي دي ، ژوند ېې ترې اخستی دی، اولاد ېې ترې اخستې دې دژوند کولو ټول حقوق ېې تراخستي دي، دوي به کارګرانو ته دڅه ورکړې یادونه وکړي .
په هېوادکې دکمونستي رژیم په نسکوریدا خو باید ټول هېوادوال نور له کډوالۍ ژغورل شوي وای نور خو باید افغانان دبې ځالې مارغانو په څیر بې کوره او بې وطنه نه ګرځیدل .
له بې وطنه او بې ځالې مارغانو په څیرافغانان چې دبشري حقوقو ادارو پوښتلي په ځواب کې ېې ویلي تراوسه مو په هېواد کې دژوند تیرولو زمینه نده برابره شوې همغه کسان اوس هم په دولتي لوړو پوستونو کی په چوکیو ناست دي دچا له لاسه چې دبې ځالې مارغانو په څیر ژوند تیروو.
داچې څه وخت به دا ناورین پاې ته رسیږي نشو ویلی په داخل دهېواد کې اوسیدونکو پردولت نیوکې وکړې چې دنا امنیو مخه نشي نیولای چاته سزا نه ورکوي، ولسمشر په غصه شو له عدلیه او قضایه محکمو ېې پراعدام دمحکومو شوو زندانیانو پردوسیو بیاله سره غور وغوښت.
یادې محکمې وایی پراعدام دمحکوموزندانیانو دوسيې موارګ ته رسولي .
دبشردحقوقو دادارې دمعلوماتو په اساس د۴۰۰پراعدام دمحکوموکسانو ددوسیوپه اړه دبشر دحقوقو ادارې پرولسمشر غږ کړې چې توشیح ېې نکړي .
پرولسمش ریوشمیر دمدني ټولنو فعالانو هم غږ کړی چې توشیح ېې نکړي که ددې زندانیانو پراعدام لاس لیک وکړي بیا خو هغه کسان هم محاکمه او اعدامیږي دکوموله لاسه چې وخت په وخت دمجاهدینو ډله ییز قبرونه موندل کیږی او هم له ظلمونو تراوسه پورې افغانانو په نورو هېوادونوکې دبې ځالې مارغانو په څیر کډه پرسر ګرځي .
محکمو پدې ۴۰۰کسانو داعدام حکم پدې کړی چې په ثبوت سره داعدام وړګرځیدلي دي خو هغه کسان چې په سلګونه او زرګونه افغانان ېې ژوندي ترخاورولاندې کړي او اوس سرې سترګې ګرځي دهغوې په اړه به محکمې څه حکم کوي؟ .


















