شعر / عبد الله
ګرانه راشـــــــــــــــه څو دردونه در ښکاره کړم
د ځپلي زړه زخـــــــــــــــــمــونه در ښکاره کړم
چې يې سوی دی زما زړه په خوزښـت خپل
د دې وخت ظالم موجـــــونه درښکاره کړم
اســتوګن چې شو د ښکلــيو شـــــــــــازلميانو
پورې ځيــر شــــه ها کــمرونه در ښکاره کړم
خپله لوړ شو وطنوال يې کړل په خـــــاورو
د خاين سړي رســـــــــــــــــمونه درښکاره کړم
بې لوګيو چې سوزښت کا زمونږ په قام کې
د پرَدو هغــــــــــــــــــه اورونه در ښکاره کړم
کافران يې چې کوښښ د خپېدو کړي
بيا اوچت هغه غـــــــــــــــــږونه در ښکاره کړم


















