پخوانی امنیه قومندان: د هلمند جګړو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۴۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۲۷غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د هلمند ولایت پخوانی امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د هلمند په جګړو کې ۱۵۴۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي وویل، د ده د امنیه قومندان په توګه له ټاکل کېدو راهیسې ۴۴۵ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي، او څه د پاسه ۱۱ سوه نور ټپیان شوي دي.

سرجنګ زیاته کړه، چې په هلمند کې د امنیت ډېری مسئولیت د پولیسو پر غاړه دی، چې اتیا سلنه قرباني هم دوی ورکوي.

هلمند ولایت چې دا مهال د نا امنو ولایتونو په قطار کې راځي، ډېری برخه یې د طالبانو په لاس کې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button