کابل ټکی کام ۱۳۹۵ دغويي ۲۸
دوې ورځي مخکې طالبانودپلخمري په ډنډغوري کې له دولتي عسکروګڼ کلي اوپوستې ونیولې ډیردولتي عسکراوپولیس ورته تسلیم شول یوبیس چې دپلخمري مربوط په جرمن غونډۍ سیمه کې ده طالبانومحاصره کړ دامحاصره نن څلورمه ورځ ده چې دوام لري دولتي عسکروکوشش وکړچې دیادبیس محاصره ماته کړي په همدې موخه يې دچشمه شیرله طرفه څوڅوځله دطالبانوپه مورچلنوتهاجمي اوهوايي بریدونه وکړل خوطالبان وايي چې هرځل موددولت تهاجمي بریدپه شاتمبولی دی اودولتي عسکروکوم پرمختګ ترتیرمازدیګرپوري نه دی کړی
دبغلان په پلخمري کې جګړه اوس دپلخمري دښارپه یوکیلومترۍ کې دوام لري
تیره ورځ د۲۰۹شاهین قول اردومرستیال رجب علي راشددبغلان خلکوته اطمنان ورکړ چې زموږله لوري دنویدپه نامه عملیات چې په بغلان کې موشروع کړی دي ښه پرمخ روان دي.


















