سرلیکنه
دلندن په اداري فساد ضد مبارزې کنفرانس کې چې ولسمشرمحمد اشرف غني په سلطنتي متحدو خدماتو انستیتیوت کې په هېوادکې دفساد په اړه وینا کوله، پرخلاف ېې درسنیودراپورونو په اساس دهزاره توکمو لخوا په نعرو وهلو مخالفت ښکاره شوه ، چې بالاخره دمخالفت کوونکو او امنیتي پولیسوترمنځ فیزیکي شخړه هم رامنځ ته شوه ، دهمدې مخالفت وروسته څرګنده شوه چې هزاره توکمي له ترکمنستانه دسالنګ په لاره دبریښنا دمزو دغځولو مخالفت کوي او غواړي دا مزي له بامیانو تیرشي.
خو دامسئله دلندن دانستیتیوت پورې محدوده پاتې نشوه هېواد ته دولسمشر په راستنیدو سره هزاره وو په کابل کې پراخه لاریون وکړه که څه هم دشپې له پلوه دلاریون کوونکو پرمخ دصدارتي ماڼۍ، ملي دفاع وزارت، کورنیوچارو وزارت اونورو مهموځایونولارې په کانتینرونو بندې شوې وې خو بیاهم لاریون کوونکو دمخالفت لاریون ترسره کړ.
دلاریون کوونکو مخکښ کریم خلیلي دلاریون پرمهال ویلي ترڅو چې زموږ غوښتنې ونه منل شي خپلو لاریونونوته به دوام ورکوو او دولت دې دسالنګ له لارې دبریښنا دمزو مسیرلغوه اعلان کړي.
اشرف غني چې تراوسه ېې دملي یووالي دحکومت مسیرندی څرګند له ترکمنستانه دبریښنا دمزومسیرهم نشي څرګندولای. دیوې خوا دهزاره وو په مقابل کې غوڅ دریځ او تصمیم نلري او دبلې خوا وايي چې شپږمیاشتې دمخه دترکمنستان څخه دسالنګ دلارې دبریښنا دمزومسیرپه ګوته شویدی او ورسره داهم وايي چې تر۸۰ کیلومتره پورې دسالنګ لاره دجرمني دفیشنرشرکت دمعلوماتو په اساس لنډه او ګټوره ده چې دمخه ددې بریښنايي مزو دلیږد لګښت داسیا پراختیايي بانک منلی دی.
دملي یووالي دحکومت پرخلاف دیونیم کال په موده کې چې دملي یووالي دحکومتولۍ ټول عمر پوره کیږي دومره لوې مخالفت نه وو ښودل شوی خو ورسره دحکومت له پیله داشرف غني نږدې پلویانو چې دمخه به ېې مخالفت کاوه دهزاره توکمو په مخالفت راپورته شول دپکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکو په غوڅه توګه داشرف غني په پلوۍ خپل ملاتړاعلان کړ .
ددې دواړو ولایاتو وروسته دپروان او کابل خواو شا ټولو سیمودملي یووالي دحکومت پلوي وکړه او وی ویل دملي یووالي حکومت باید دبریښنا دمزو مسیرپه خپل په ګوته شوي ځاې (سالنګ) وساتي .
که څه هم اشرف غني دبامیانو دولایت دلاریون کوونکو غوښتنه پرځاې کړه خو هغه څه چې دبامیانو اوسیدونکي ېې په نظرکې لري چې باید دترکمنستانه دبریښنا سویچ(بټن) دبامیانو سره وي، نده منل شوې له همدې امله دادی دملي یووالي دحکومت په مخالفت لاریونونه او دپلوۍ غونډې دوام لري.
دلته سوال دا را پیداکیږي چې دملي یوالي حکومت چې خپله ترې دحکومتولۍ مسیر خطادی آیاله ترکمنستانه دبریښنا دمزو مسیربه په خپل ځای وساتي او که هزاره توکمي به ېې په لاریونونو او ګواښونو پرې بدل کړي؟
تیره ورځ په کابل کې دلاریونو په سرته رسولو سره چې ټولې لوې لارې بندې او دولتي مامورینو هم خپلو دندو ته رسیدګي ونه شوای کړای دکابل ښاریان دډول ډول ستونزوسره مخ وو په کابل کې دامریکا سفیر مایکل مک کینلي داجرائیه ریاست مرستیال حاجي محمد محقق سره وکتل، دواړه خو ا په کابل کې دلاریونونو او دملي یووالي دحکومت سره دهزاره توکمو په مخالفت خبرې وشوي. په کابل کې دامریکا سفیر مایکل مک کینلي وویل دملي یووالي حکومت باید پدې اړه پوره غور وکړي او هغه ځایونه چې بریښناته جدي اړتیا ولري باید پاملرنه ورته وکړل شي او په لومړیتوب کې ونیول شي .
کیدي شي نورولایات هم دملي یووالي دحکومت په مخکنۍ پریکړه ټنګاروکړي چې دبریښنا مزي دې دسالنګ دلارې ولیږدول شي اودکریم خلیلي په ګواښونو که په کابل کې لارینونوته دوام ورکړي نودنورو ستونزوعلاوه دابه دملي یووالي پرحکومت یوه نوې راپیداشوې ستونزوه وي دابه داشرف غني دمخالفینو او پلویانو مخالفت او پلوي ثابته کړي چې دملي یووالي بې مسیره حکومت به له ترکمنستانه دبریښنادمزو دمسیرپه اړه څه پریکړه کوي ؟

















