کابل ټکی کام ۲۸غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت امنیتي مسئولین وایي، چې طالبانو د دغه ولایت د دهراوود ولسوالۍ د سقوط په موخه نن سهار درنده جګړه پیل کړه، چې اوس هم په شدت سره دوام لري.
د دهراوود ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي د رسنیو له لارې خبر ورکړ، چې نن سهار ۵:۰۰ بجې لسګونه طالبانو د دغې ولسوالۍ شاوخوا پر ټولو امنیتي پوستو وسله وال بریدونه پیل کړل، چې اوس هم په شدت سره دوام لري.
نوموړي وویل، امنیتي ځواکونه تراوسه پورې هېڅ تلفات نه لري.
خالقي شکایت کوي، او وایي، چې له دې حملې درې ورځې وړاندې یې ولایتي ادارې او امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړی وو، خو نه يې ورسره مرسته کړې ده، او نه یې هم د ولسوالۍ د سقوط په مخنیوي کې کومه هڅه کړې ده.
ښاغلي خالقي زیاته کړه، ولسوالۍ ته غځېدلې لاره له تېرو دوو میاشتو راهیسې تړل شوې ده، چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
طالبانو هم په خپله رسمي خبرپاڼه کې د دغو جګړو پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې تراوسه پورې یې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۰ سرتیري وژلي، او ۱۴ نور ټپيان دي.
طالبان وایي، د افغان ځواکونو یو ټانګ یې هم له منځه وړی دی.
طالبان همدا راز ادعا کوي، چې د دغې ولسوالۍ مرستیال ولسوال سرکاتب له خپلو ۲ ساتونکو او وسلو سره دوی ته تسلیم شوی دی.
طالبان وایي، دا مهال یې د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ تر کلکې محاصرې لاندې راوستې ده.


















