سرلیکنه
له ترکمنستانه دټوټاپ پروژې په چوکاټ کې د۵۰۰کیلوولټه بریښنا پرسر چې په تیرحکومت کې ېې موافقه او مسیر څرګند کړل شوی و اوس ېې په اړه دکابل ښار لاریونونو په سر واخست یواځې دولس پرمخ نه بلکې ددولتي مامورینو پرمخ هم ټوله ورځ لوېې لارې تړلې وې.
هزاره لاریون کوونکو دا غوښتنه نده کړې چې موږ ارګ غواړو، په ارګ کې ځان شریکول غواړو او یا په وزارتونوکې وزارت غواړو داهرڅه دارګوالو په برخه رسیدلي دي .
په دې لاریونکوونکو کې دا هم وویل شول چې سوله ییز لاریون مو دخپلو حقوقو دترلاسه کولو لپاره کړیدی نه داچې په خپل هېواد کې دنا امنیو ترڅنګ نوره نا امني رامنځ ته کړو خو زموږ د لاریو ن څخه یوشمیر فرصت طلبو غلط تعبیر واخست چې زموږ پر خلاف ېې پښتانه ورونه په یو او بل نامه راپورته کړل .
هزاره ورونه ددې وینا په اساس په رښتیا دخپلو حقوقو دغوښتنې حق لري لکه څرنګه ېې چې نورقومونه لري داډول دهزاره ورونو مسلم حق دی، ځکه چې موږ ته دهزارګانو دچنداول قرباني یاده ده چې دهمدې خاورې دساتنې اوافغان ولس دعزت په خاطر په خپلو وینوکې لت پت شول هغه چاچې دخپل هېواد دسالمیت او دفاع په خاطرقرباني ورکړي وي هغه چې دهرمذهب اوملیت وي په افغانستان کې دخپلو حقوقو دغوښتنې حق لري که هغوۍ ته خپل حقوق ورنه کړل شي دابه دهغوې سره یوسترظلم وي .
په دې خو ټولو سیاستوالو ، زورواکو او ټوپکوالو اعتراف کړی چې په افغانستان کې یوګوندیز او یو ملیتز حکومت دوام نه شي کولای که هرڅو خپله سرزوري چلوي پایله به ېې زوال وي په افغانستان کې میشت ټول قومونه چې لږکي هم پکې شامل دي دخپلو حقوقو دغوښتنې حق لري .
که نن ورځ موږ هزاره ورونو ته په کمه سترګه وګورو نورملیتونه په فطري توګه که په ښکاره نه وي په زوړنوکې راڅخه کرکه پیداکوي .
ولسمشر دکابل ښار دلاریون وروسته په خپله ویناکې ویلي ټوله هڅه به ېې داوي چې دپروژې په اجراکې انډول وساتي ترڅو ټول ولایات له پروژې ګټه ترلاسه کړي داچې داپروژه دپخواني حکومت پروژه ده او دسالنګ دلارې دبامیانو په نسبت ۸۰کیلومتره لنډوالی لري دمیلونونو ډالرو کم لګښت پرې راځي خپل ټاکل شوې مسیر ېې دهېواپه ګټه دی خو ترڅنګ ېې هزاره ورونه دخپلو حقوقو څخه محروم نه شي پاتې کیدای هغوۍ ته به هم خپل حق دنورو قومونو او ملیتونو په څیر پوره ورکول کیږي .
دولسمشر محمد اشرف غني په وینا دمخه ۳۰میګاواټه بریښنا ورته ویل شوې وه په نظر کې ده چې تر ۳۰۰میګاواټه پورې بریښنا ورکړل شي هغه څو ک چې دهزاره ورونو دحقوقو دغصبولو وینا او اراده لري داپه اصل کې دخپلو حقوقو څخه لاس وینځل دي چې نوروته په حقوقو ورکولو څوک له ډبرې کلک شي خپله برخه هم بیا له لاسه ورکوي.
افغانستان دټولو قومونو او ملیتونوګډ کوردي دهرمذهب او ملیت حقوق پکې خوندي دي دهزاره ورونو پرخلاف پاڅون یا دمظاهرو اقدام دهزاره وو په تاوان نه بلکه دټول هېواد پر خلاف دشتوناامنیوترڅنګ دنورو نا امنیو دراپیداکولو هڅې دي چې تاوان ېې هېوادوالو او ګټه ېې پردیو او پردوپالو ته رسیږي .

















