دساینس په اړه نړیواله سیالي روانه ده هرپرمخ تللی هېواد غواړي یوله بله په دې سیالۍ کې مخ په وړاندې ولاړ شي دایټالیا یوشرکت کرایسلر دګوګل په ملتیادبې موټروانه موټر په جوړولو په ۲۰۰۲ کې پیل کړی و چې تر۲۰۰۸پورې ېې یوڅه موټر جوړکړل خو دځنې تخنیکي ستونزوله امله ېې کار بند کړل شو اوس ېې په ۲۰۱۶کی یوځل بیا په خپل کارپیل وکړ یاد شرکت کرایسلر دفیات ټولني دشرکتونو یوه برخه ده چې په ایټالیاکې ېې دبې موټروانه موټرو په جوړلو پیل کړی دی په دې شرکت کې تراوسه پوري ۱۰۰ موټرې جوړې شوي دي چې دګوګل کارکوونکې ترې استفاده کوي او غواړي نورې موټرې بازارته وړاندې کړي.
داموټرې دواګون په شکل کې او هم دیوه کرولاپه شکل کې جوړې شوې د ي ددې شرکت دوه انجینرانو دایملراو اوکراسلر پتیلې ده چې دنړۍ نورو برخوته خپل جوړکړي بې چلوونکي موټر ور ورسوي دې موټر ته چې دروانیدو دمخه تمځاې او دلارې مسیر په نښانه کړل شي په خپل نښانه کړل شوي مسیر روان او هغه تمځاې چې ورته دمخه ښودل شوی وي هلته دمه کوي .
دایټالیا دوه انجینرانو چې دابې موټروانه موټرې ېې جوړې کړ ي د ي ویلي دي چې دنوروموټرو په پرتله به ددې موټرو بیه ارزانه کړي ترڅو نړیوال له دې بې موټروانه موټروګټه پورته کړي خو یوشمیر دموټرو دشرکتونوخاوندانو ویلي چې ډیر کم شمیر وګړي به دا موټر واخلي هغه څو ک به ېې اخلي چې دمکتبونو او دفترونو دلیږد دپاره چلوونکی نه لري او یابه ېې هغه څوک اخلي چې غواړي دموټر چلوونکي تنخوا ځان ته سپما کړي.


















