
دفاع وزارت : په تیروڅلورویشتوساعتونو کې ۱۰ عسکروژل شوي دي
کابل ټکی کام ۱۳۹۵دغويي ۲۹ عبدالهادي همت
دفاع وزارت هره ورځ دخپلولاس ته راوړنواوطالبانوته داوښتوزیانونوپه اړه یوه اعلامیه خپروي نن د۱۳۹۵کال دغويي د۲۹نيټې په اعلاميه کې چې ددفاع وزارت لخواخپره شوې ده ویل شوي دي چې دهیوادپه ډیروبرخوکې ددفاع وزارت لخواعملیات ترسره شوي دي په دې عملیاتوکې طالبانوته زیانونه اړولي دي دفاع وزارت دهیوادپه کچه تقریباپه ټولوولایتونوکې دعملیاتوخبره کوي داعلاميې په پای کې ویل شوي دي چې په تیروڅلوریشتوساعتونوکې ددفاع وزارت ۱۰ عسکروژل شوي له کله نه چې طالبانودعمري عملیاتودپیل اعلان کړی دي دهیوادپه اکثروبرخوکې جګړوزوراخستی دي اوهره ورځ طالبان دګڼودولتي عسکرودمرګ ژوبلي خبرونه دخبرپاڼوله لاري له رسنیوسره شریکوي



