تسلیم بہ نشم

شعر/ م مــدثـر فــراهــی

په ځـړیــدو ده دار به مات نشــم تسلـیم بــه نشـم
زه مســـافریـم پـر دې مځـکـه او مقــیم بـه نشم

زماپـه ویــنو کې دی پـروت د غـیرتـونـو اثــر
زه یم ښائسته ښکلی طــالب دوخت مجریم به نشم

ماته ده یـــاده دخـپل پــلار او دنیـــکه مــیړانه
زه مجـاهد یـم مسـلمـان پـر دې نــدیــــم به نشم

راتــه کـه هـر څــو شــکـنجې دزولـــنو را کــوي
زه یوسفی زلمی یم تـــیر تـرخپل حـریم به نشم

د وخت منصور یم دنیا وال راته حـــیران پاته دي
دار مې مســــیر دی بلې لار ته مستقـــیم به نشم

زه یم کروړ چی یم مشــــهوره په جهان پـــهلوان
زه غیرتـمن د بې غیرتـــو هیــڅ خــادم بـه نشم

نو مدثره پاڅه ویښ شه  اوزموږ زړه پرې یخ که
ترهغو پورې چې مې سر نوي بایللی منتقــم به نشم

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button