د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه ( ۲۹ ثور ۱۳۹۵)

راټولونکی : هیواد خوږیاڼي

له پلازمېنې کابله خپرېدونکو ورځپاڼو نن خپلې سرلیکنې بېلابېلو موضوعاتو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپله سرلیکنه«آيا سوله تر توتاپ پروژې ارزښتمنه نه ده؟» موضوع ته ځانګړې کړې ده.

ویسا لیکي، دولت دې د ټوټاپ پروژې ترڅنګ د سولې موضوع هم له یاده نه باسي، ځکه ملت سولې ته ډېره اړتیا لري، نسبت ټوټاپ ته.ویسا لیکلي«يوازې په يوه ولايت (هلمند) كې په شپږو مياشتو كې يوازې د يوه امنيتي ارګان (كورنيو چارو وزارت) د مرګ ژوبلې شمېر تر يو نيم زر تنو اوښتي. همدغه يوه شمېرنه موږ ته په هېواد كې د روانې جګړې هغه تريخ او تور تصوير ښه ځلولى شي.»

ویسا په ټولو افغانانو غږ کړی، چې د سولې لپاره دې یو غږ اوچت کړي او د سولې غوښتنه دې وکړي«كه زموږ سياسي او حكومتي مشران، زموږ ملي شخصيتونه او مدني فعالان په يوه غږ د سولې په ملاتړ داسې غږ اوچت كړي چې د توتاپ پروژې په اړه له كابل تر ولاياتو اوچت شول، باور مو دى چې يو ملي محور به را پيدا شي او جګړه مار ټول اړخونه به د افغان ولس له دغه تدريجي قتل عام نه را وګرځوي.»

سرنوشت ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه د سولې څلور اړخیزې غونډې پنځمې ناستې ته ځانګړې کړې ده. سرنوشت ورځپاڼه لیکي«حکومت له پاکستان څخه بیا څه غواړي؟»

«افغان حکومت اړ شوی چې د سولې په تړاو په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي. ویل کیږي چې دا ځل غونډه د سفیرانو په کچه ده، نو د افغانستان په استازیتوب پکې افغان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال ګډون کوي. عمر زاخیلوال په دې غونډه کې خپل ګډون تایید کړی او ویلي یې دي چې له پاکستان څخه نوي څه نه غواړي، بلکې ترې غوښتنه کوي چې پخوانۍ ژمنې عملي کړي.»

سرنوشت لیکي، د سولې دغه ډول ناستې بې ګټې او د وخت ضایع کېدل دي، ځکه دغه ناستو تراوسه هېڅ ګټه نه ده کړې او په دغه ناستو کې یواځې ژمنې کېږي؛ خو په عمل کې هېڅ نه لیدل کېږي.

«افغان حکومت په داسې حال کې یو ځل بیا له پاکستان سره خبرو ته کیني چې پخوا ولسمشر غني له پاکستان سره له هر ډول خبرو رټ انکار کړی و. اوس داسې ښکاري چې ښايي ځینو فشارونو اړ کړی وي چې پر خپله خبره پښه کیږدي او د څلور اړخیزو غونډو په لړۍ کې ګډون ته دوام ورکړي. پخوا هم داسې ویل کیدل چې د افغان حکومت نوی دریځ به هغه وخت عملي شي چې امریکا یې ملاتړ وکړي او په هره برخه کې چې امریکا وغواړي، افغان حکومت به په شاتګ کوي او خپلې خبرې به تر پښو لاندې کوي. اوس هم له دې امله چې د څلور اړخیزې غونډې یو اړخ امریکا ده او دا لړۍ هم د امریکا په هڅو پیل شوې، نو ښايي چې حکومت د امریکا له اړخه تر فشار لاندې راغلی وي او اړ شوی وي چې په دغه غونډه کې ګډون وکړي.»

سرنوشت د سولې له پلاوي غوښتنه کړې، چې د افغان دولت دریځ په دې په روښانه ټکو وړاندې کړي، نه دا چې له خپل دریځ تېر شي او په غوړو ژمنو وغولېږي.

«افغان حکومت باید په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې روښانه او څرګند دریځ ولري. دا دریځ باید لړزانده نه وي. د پاکستان چلونه، د امریکا او چین فشارونه باید حکومت اړ نه کړي چې د پاکستان په ژمنو بیا باور وکړي. حکومت باید پر خپل دریځ او غوښتنه کلک ودریږي او په دې تړاو معلومات له خپل ولس او نړیوالو سره شریک کړي. له دې پرته موږ بیا پر پخوانۍ لاره له ستونزو او ناکامیو ډک مزل کوو.»

هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د سولې څلوړ اړخیزو ناستو پنځمې ناستې ته ځانګړې کړې ده.

هشت صبح لیکي، بې ځایه ناستې او د سولې هیلې.

هشت صبح لیکلي، چې کابل په دغه ناسته کې ګډون نه کوو؛ خو د سولې څلوراړخیزو ناستو نورو ګډون کوونکو په کابل فشار راوړ، چې په دغه ناستو کې ګډون وکړي او پنځمې ناستې ته حاضر شي.

هشت صبح لیکلي دي، د پنځمې ناستې لپاره د امریکا، چین او پاکستان فشار ډېر وو او کابل هم دې ناستې په اسلام اباد کې خپل سفیر ولېږه.

د هشت صبح د سرلیکنې له مخې، په تېرو ناستو کې پاکستان ژمنه کړې وه، چې طالبان به د سولې خبرو ته راضي کوي؛ خو تراوسه پورې پاکستان په دغه هڅه کې ناکام دی او طالبان یې د سولې مېز ته رانه وستل.

کابل پوسټ ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د سولې پنځمې ناستې ته ځانګړې کړې ده. کابل پوسټ لیکلي دي«پنځمه څلوراړخیزه غونډه او پر پاکستان بې باوري»

کابل پوسټ لیکي، افغانستان په دغه غونډه کې په لویه کچه ګډون نه کوي، بلکې یواخې یې خپل سفیر دغه غونډه کې د ګډون په موخه استولی دی«نن په اسلام اباد کې د افغان سولې د خبرو اترو پنځمه څلوراړخیزه غونډه کېږي، خو دا ځل به په کې د افغانستان د لوړپوړیو چارواکیو د ګډون په خلاف یوازې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او د ولسمشرمحمد اشرف غني سلاکار عمر زاخېلوال ګډون وکړي او د افغانستان په استازولۍ به د دې خبرو برخه وال وي.»

کابل پوسټ لیکي«د پاکستان یو شمېر لوړپوړیو چارواکیو په دې هيواد کې د تېرې یکشبنې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د روانې زېږديزې میاشتې په اوږدو کې به د سولې خبرو پنځه غونډه وشي او کوښښ به وکړي، چې وسله وال طالبان خبرو ته حاضر کړي.»

کابل پوسټ په خپله سرلیکنه کې د پاکستان د دوه ګوني سیاست په اړه لیکي، چې پاکستان بیا لوبه کوي او طالبان خبرو ته نشي حاضرولی«پاکستان چې په کابل کې یې د افغانستان د سولې په اړه په څلورمې څلور اړخیزې غونډې کې ژمنه ورکړې وه، ویلي یې وو، کوښښ به وکړي، چې وسله وال طالبان مخامخ خبرو ته حاضر کړي، ځکه چې دا ډله یې تر اغېز لاندې ده او کولی شي، چې په هر صورت یې د خبرو مېز ته راکش کړي؛ خو له څه وخت تېرېدا وروسته طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ، دوی په هېڅ صورت د سولې خبرو اترو ته نه حاضريږي او هغه شرطونه یې چې له پخوا نه وړاندې کړي وو، یو هم نه دي منل شوي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button