
په شمال کې د دوستم دظلم او وحشت جام تر مورګو شو
ډګرمن امان
په شمال کې د دوستم له لنډغرو ځايي اوسیدونکي دومره تنګ شوي دي چې دبلخ ولایت دڅلورو ولسوالیواوسیدونکي له کورونو کډوکولو ته اړشوي دي.
دوستم اوس هم په شمالي ولایاتوکې هغه داړه ماري پیل کړي ده کومه ېې چې د ډاکټرنجیب الله د حکومت په وروستیو کې کوله، د ډاکټرنجیب دحکومت نسکوریدل که دیوې خوا د مجاهدینو دبریاوو او پرلپسې کامیابیونتیجه وه نو ورسره ددوستم په جنایاتو باندې هم سترګې نشي پټیدای چې خپله دنجیب دحکومت پوځې مشران چې ددوستم له جنایاتو تنګ راغلي و اعتراف کوي .
دوستم چې په شمالي ولایاتو او کابل کې کوم چورچپاول او دولسي وګړو هرډول بې عزتي او بې عفتي کړې ده دابه هیڅ وخت له افغانانو هیره نه شي .
ډاکټر نجیب چې په ۱۹۸۶کې له کارمله قدرت ترلاسه کړ د مجاهدینوسره ېې دملي پخلاینې پروسه پیل کړه ترڅه حده ډاکټرنجیب د مجاهیدینو سره دنظام په تسلیمدا رضاشوی و خو په افغانستان کې د جګړو دپای ته رسیدو مخالف دوستم په ښکاره توګه اعلان کړه ډاکټر نجیب ته ېې وویل که دمجاهدینو سره دی سوله وکړه له سالنګه هغه خوا شمال به دافغانستان تابع نه وي بیا به شمال دفدرالي نظام اعلان کوي.
په ۱۹۹۲داپریل په لومړۍ اونۍ کې ددوستم او ډاکټر نجیب اختلاف پیداشو دوستم دبغاوت اعلان وکړ دشمال علاوه ېې په کابل کې هم چوراو تالان پیل کړ چې بالاخره د اپریل په ۱۵مه دنجیب حکومت نسکورشو .
دافغانستان موجوده حکومت دوستم او د دوستم په څیر څو داړه مارو په ډول ډول ستونزو کې راګیر کړی دی او نه غواړي په افغانستان کې ولس دارام سا واخلي دروان کال دفبروري به درېېمه چې امریکايي جنرال کمپل په افغانستان کې دیوشمیر امریکايي پوځونو دپاتې کیدا اعلان وکړ زیات شمیر په دولت کې شامل چارواکو ېې مخالفت وکړ چې دبهرنیوپوځونو په موجودیت کې دافغانستان مسئله نه حل کیږي خو دوستم دجنرال کمپل دوینا هرکلی وکړ او وې ویل په افغانستان کې امریکا يي پوځونو ته اړتیالیدل کیږي .
دوستم هغه دوستم دی چې دډاکټر نجیب حکومت نسکوریداته ېې زمینه برابره کړه اوس ېې دملي یووالی دحکومت سره خپل مخالفت دتیرې فبروري دمیاشتې په پنځمه اعلان کړی دي او غواړي په شمال کې فدارالي نظام ته زمینه برابره کړي ځکه خو ېې په شمال کې خپل آمریت او وحشت ته مخه کړې ده ترڅو ټول شمال دده په وحشت او ډاراچونې سره دده دمخالفت غږ پورته نکړي .
دوستم یواځې په شمال کې دطالبانو دقتل عام مجرم نه بلکه دتیرې فبروري دمیاشتې په ۲۶مه په فاریاب ولایت پښتون کوټ او سبز پوش ولسوالیو کې دعملیاتو په جریان کې دولسي وګړو دقتل عام مجرم هم دی.
دلته دحیرانتیاخبره داده چې دملګرو ملتونو دبشر دحقوقو اداره ولی دومره کڼه اوړنده ده طالبانو چې په ۱۹۹۸دسپتمبرپه میاشت کې مزارشریف ونیو ملګرو ملتونو په مزارشریف کې طالبان دوژنو په تور د۱۳۳۳قرارداد له مخې ترهګر اعلان کړل او چې دوستم د نجیب ددورې راوروسته په زرګونه افغانان ووژل ملګري ملتونه ېې ترهګرنه اعلانوي .
په شمال کې ددوستم دظلم او وحشت جام نور ترمورګو شوی دوستم دخپلو داړه مارانو په وسیله دولسي وګړو پرسراو مال صرفه نه کوي په رڼا ورځ ېې په کورونو ورځي او شتمني ېې لوټ کوي خو دشمال ولس هم دهغې ورځې انتظارباسي چې ددفاع وزارت او مرکزي کمیټې ټولې چورکړې قالینې به ترې پاتې او په درېېم ځل به دترکېې په لور دتیښتې لار ونیسي.



