
د عمر بن عبد العزیز ژوند لاره څلورمه برخه
کتاب: سیرة عمربن عبد العزیز
ژباړه: م. حمــد الله (دانشمند)
یو سړی و عمر بن عبد العزیز (رحمه الله) ته راغلی د (هغه د کاکا د زوی) سلیمان د مړیني پر مهال، ورته ویلې: د الله (جل جلا له) قضا او فیصله ده، باید په ورین تندي یې ومنې او امر ته یې غاړه کېږدې، په بدله کې یې له هغه (جل جلا له) نه د اجر او ثواب غوښتونکی شې؛ ځکه له همده (جل جلا له) سره د تلپاتو ښېګڼو خزانې شته؛ دهر غم ځپلې د غم بدله همدی (جل جلا له) ورکوي اوبس.
«اې عمره!» هغه څوک له نظره مه و باسه، کوم چې سلیمان یې درنه واخیست، د خپل نوبت شیبې شماره او ترېنه په وېره کې د ژوند لارې چارې پر مخ وړه. یاد سړی و ووت، ولاړی.
عمر (رحمه الله) و فرمایل: نوموړی بېرته زما په وړاندې حاضر کړئ! کله چې راغلی، ورته کړه یې: تېره وینا دي تر څه راته وکړه؟
هغه ور غبرګه کړه: که د ځان د امن په پار ډاډ راکړې، د یادې وینا لامل به درته په ډاګه کړم.
هغه (رحمه الله) ورته کړه: هیڅ ګواښ دي په وړاندې نشته، په ډاډه زړه خپله کیسه وکړه!
نوموړي ورته وویل: ته هغه (عمر) یې، چې د مدینې په کوڅو کې به دي لنګ څکاوه، ویښتان به دي پر مخ را ځوړندوه، د عطرو بوی به دي له لیري حس کېده. کله به مي چې تر سترګو شوې، حیران به شوم، چې الله (جل جلا له) داسي وګړي څنګه د زمکې د هستوګنو په کتار کې پرېږدي! کله چې مې په دې حالت ولیدې، په ځان مي لازم و ګڼله، چې په یاد غم کې ځان در سره شریک و ګڼم، او خدمت ته دي لبیک و وایم.
هغه (رحمه الله) ورته و فرمایل: اې وروره! که له موږ سره دلته د پاتې کېدو تکل لرې؛ نو پاتې شه، که ځې؛ الله پاک دي له هرې ستونزې خوندي و لره. نور بیا…
[المأخذ: سیرة عمربن عبد العزیز لابن عبد الحکم ۱/ ۱۳].
ــــــــــ
ترغیــــــــــــــب:
– که یو مسلمان ورور مو یو قریب له لاسه ورکړي، باید د ډاډ او تسل له پاره د هغه کور ته ورشو، نوموړی ته د صبر او ژغم سفارښتنه وکړو، مړي ته یې له الله (جل جلا له) بښنه و غواړو.
– له چا سره که مو عهد، پیمان وکړ باید د پوره کېدو له پاره یې زیار و باسو.
ـــــــــ
ترهیــــــــــــــب:
– پایڅې مو باید له بډیو (بجلکو) لاندې نه وي؛ ځکه دا د تکبر یوه نښه ده.
– د سر ویښتان په مخ را ځوړندېدل یو ناوړه عمل دی، باید ځانونه ترې و ژغورو.
– دا راز د خوشبویي لګول مو باید د ځان ښودنې، خیال او تکبر له پاره نه وي…



