دهغه ځوان کيسه چې دبحر په بيخ کې يې الله ته سجده وکړه

ژباړن: فاتح افغان

((دا يوه رښتونې او حقيقي کيسه ده))

زه ځوان وم ما دا انګيرله چې ژوند له پريمانه مال، نرمې بسترې، او قيمتي موټر څخه عبارت دی…

د جمعې ورځ وه.. له خپلو څو تنو انډيوالانو سره دسمندر ساحل باندې کښيناستلم..

هغوی دغافلو زړونو لرونکې يوه ډله وه..

ما اذان واوريد حي على الصلاة .. حي على الفلاح ..
قسم خورم چې ما ټول عمر اذان اوريدلی.. خو زه يوه ورځ هم دفلاح توري په معنا پوه نشوم..

شيطان زما په زړه باندې مهر وهلی وو.. تردې چې ګواکې د اذان توري په داسې ژبه ويل کيږي چې زه پرې نه پوهيږم….

شاوخوا خلکو خپل جای نمازونه غوړولي وو او دلمانځه لپاره راټول وو…

موږ په بحر کې دغوپې وهلو لپاره دلامبو وهلو اسباب او دآکسيجن پايپونه تيارول…

ترڅو داوبو لاندې ساعت تيری وکړو.

موږ دغوپې وهلو اسباب واغوستل.. بحر ته داخل شوو.. له ساحل څخه لېرې شوو..

تردې چې دسمندر منځ ته ورسيدو..

خوندور سفر و.. هر څه برابر روان و..

د خوښۍ په منځ کې.. ناڅاپه هغه ربړينه ټوټه وشکيدله چې لامبوزن پرې خپل غاښونه او شونډې بندې کړې وي ترڅو خولې ته اوبه پرې نږدي… او ترڅو د پائپ له لارې آکسيجن ورته ورسوي.. هغه وخت وشکيدله چې زما سګي ته هوا داخليدله.. ناڅاپه دمالګينو اوبو څاڅکو زما دتنفس مری بنده کړه.. او مرګ مې پيل شو..

زما سګي چيغې او زارۍ پيل کړې.. هوا يې غوښتله.. خو هوا له کومه شوه؟

زه ګډوډ شوم.. بحر تياره وو.. انډيوالان مې راڅخه لېره وو..

زه دحالت په ترينګلتيا پوه شوم.. او يقين مې شو چې مرم..

ما سلګی پيل کړې.. دمالګينو اوبو تېريدل پيل شول..

زما دژوند پټه زما دسترګو په وړاندې په پای ته رسيدو شوه..

له لومړی سلګی سره.. ما ته دخپل ضعف کچه معلومه شوه..

څو مالګين څاڅکي الله تعالی په ما مسلط کړل ترڅو راته وښيي چې هغه قوي او جبار ذات دی..

زما په دې يقين شو چې له الله تعالی نه پناه يوازې دهغه په لوري وړل کيږي.. هڅه مې وکړه چې په بيړه ځان له اوبو راوباسم..

خو زه ډير ژور او لاندې تللی وم..

پدې نه وم خفه چې مرم.. خفه په دې وم چې له الله جل جلاله سره به څنګه مخ کيږم؟

که له ما څخه زما دعمل په اړه پوښتنه وکړي.. زه به څه ځواب ورکوم؟

که دلمانځه په اړه محاسبه راسره وشي.. نو ما خو هغه هم ضائع کړی..

دشهادت کلمه مې راياده شوه.. اراده مې وکړه چې خاتمه مې په همدې کلمه شي..

ما وويل أشهـ.. مری مې ونښتله.. ګواکې يو پټ لاس زما مری نيسي او دشهادت کلمې له نطق څخه مې راګرځوي..

څو ځله مې هڅه وکړه.. أشهـ.. أشهـ.. زړه مې بغارې پيل کړې.. ربي ارجعون.. ربه ستون مې کړه ښايې نيک عمل وکړم..

ديوې ګړۍ لپاره.. ديوې دقې لپاره.. ديوې لحظې لپاره خو چيرته…

له هرشي څخه بې حسه شوم.. نااشنا تيارې احاطه راباندې وکړه..

وروستی صحنه مې همدا ياده ده..

خو زما درب رحمت ډير فراخ وو..

ناڅاپه هوا زما سينې ته بياځلې لاره وموندله..

تياره ټوله شوه.. سترګې مې خلاصې شوې.. ناڅاپه مې يوتن ملګری..

د آکسيجن ماسک زما په خوله کې راتړي..

او زما رابيدارول غواړي.. موږ لا تراوسه دبحر په منځ کې وو..

دهغه په مخ مې موسکا وليده.. او زه پوه شوم چې زه ښه يم..

پدې وخت کې زما زړه.. زما ژبې.. زما دوجود هرې خليې دا چيغه وکړه..

أشهد أن لا إله إلا الله .. وأشهد أن محمد رسول الله .. الحمد لله ..

زه له اوبو راووتلم.. خو له ما څخه بل سړی جوړ شوی وو..

ژوند ته زما نظر بدلون موندلی و..

دورځو په تيريدو سره زه الله ته نور نږدې کيدلم.. زه په ژوند کې دخپل شتون په راز پوه شوم.. ماته دالله تعالی دا قول راياد شو.. ( إلا ليعبدون ) ..

هوکې.. موږ عبث نه يو پيدا شوي..

ورځې تيرېدلې.. ماته دغه پيښه يادېدله..

زه سمندر ته ولاړم.. او دلامبو لباس مې په تن کړ..

بيا مې اوبو ته مخه کړه.. تنها مې همغه ځای ته د سمندر منځ ته ځان ورساوه..

الله جل جلاله ته مې داسې سجده وکړه ماته نه ياديږي چې په خپل ژوند مې داسې خوندوره سجده کړې وي..

په داسې ځای کې چې ګمان نه کوم له ما وړاندې دې کوم انسان الله تعالی ته پکې په سجده پريوتی وي..

ښايې دقيامت په ورځ دغه ځای زما لپاره ګواهي ورکړي او الله تعالی مې دسمندر دبيخ ددغې سجدې په سبب راباندې ورحميږي او جنت ته مې داخل کړي اللهم أمين ..

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button