
.. د افغان آه ..
شعر / مفتون
خوږه خندا راته په غیږ کې د ژړا راوله
دماشومتوب ھغه وختونه خدایه بیا راوله
د وحشتونو دغه ستړی سلسله ختمه کړه
زولنې ماتې کړه بچیانو ته بابا راوله
خزان خزان کړه د ترخه خزان بدرنگه څیره
په ټول جھان د پسرلی مسته فضا راوله
چې ظالمان کاندي په دار د مظلومانو ترمخ
داسې قانون د عدالت داسې قضا راوله
چې دمفتون طالب د زړه تڼاکې ماتې شي پرې
په مخالفوستا دقھر انتھا راوله
جمعه (۳۱ثور۱۳۹۵ه ش)



