دحضرت عثمان (رض) د شهادت قصه .دویمه برخه.‎

راټولوونکی:  ح ـ صفي الله  رائد

دویــمه برخه:  صــــحابه ؤ حضرت عثـــــــمان (رض) ته درې خبرې.

حضرت مغیره بن شعبه (رض) وایې:  مونږ حضرت عثمان ته درې خبرې وړاندې کړي، ورته ومو ویل، کومه چې ستاسو خوښه وي، هغه ومنه!

۱ ـ مونږ ته دجنګ اجازه راکړه، مونږ په باغیانو باندې ډیر یو، او په هغوی باندې قوي هم یو، او ته په حقه یې او هغه په باطل دي.

۲ـ یا ته له دې ځایه مکې مکرمې ته لاړ شه.

۳ـ یاته شام ته لاړ شه، هلته حضرت معاویه (رض) موجود ده،  هغه به ستا پوره حمایت وکړي.

کله چې حضرت عثمان دا درې  واړه خبرې واورېدې وه یې ویل: زه د جنګ اجازت نه ورکوم،  ولې!

د رسول الله ،صل الله علیه وسلم،  په ښار کې، زه خون ریزي نه شــــم کولای، زه ددې ښار احترام او قدر نشم خرابولی.

او مکې ته هم نه زم،  ولې؟

ما د پېغمبر ،صل الله علیه وسلم، نه اورېدلې دي، یو قریشي که په مکه معظمه کې ظلم وکړي،دا دنیمې دنیا عذاب دی.او نه مدینه پرېږدم چې شام ته ولاړ شـــم، ځکه زه خپل دارالهجرت او د رسول الله، ص،ګاونډیتوب، او قرابت چېرې هم نشم پرېښودلی. آه قربان له داسې مینې محبت نه،چې دمدینې احترام او دنبي علیه سلام قرابت منظوره وي،

په ځان باندې شهادت منظوره وي،

خو په مدینه کې خون ریزي نه شي منظوره ولی،او نه جدایې منظوره ولی شي.

حصرت عثمان ویل: مدینه خو د رحمتونو خزانه ده، مدینه خو د برکتونو خزانه ده،مدینه خو د پیغمبر مدفن ده، مدینه کې ســـکون ده، مدینه کې اطمنان ده، حضرت عثمان په ځان هر مشکل مني،هر مصیبت مني،مګر د خپل محبوب د څنګ نه جدایې نه مني.

حضــــرت عثمان (رض) باندې ظلم نور هم زیاتېږي.

مظلوم حضرت عثمان باندې ظلم کمېږي نه،  بلکې لا زیاتېږي،مخکې د جمعې خطابت بند شو، بیا بیع او شری بنده شوه،بیا کور کې بند شو،اوس ظالمان بیا اعلان کوي، نن نه وروسته  عثمان (رض) باندې ډوډۍ بنده شوه، او وایې:  خبـــردار نن نه بعد عثمان (رض) ته څوک ډوډۍ وې نه سي، له دې نه به عظیم ظلم چېرې وي، مخکې به د حضرت عثمان له خزانونه د خلکو فقر او غربت ختمېده، د عثمان د خزانونه به د زرګونو فقیرانو کورونه ابادېدل، او نن باغیان پرې ډوډۍ بنده وي. په دې سره هم د باغیانو زړونه یخ نه شول،  بیا اعلان کوي خبردار! نن نه وروسته که چا عثمان ته اوبه یووړې مونږ به هغه ته سخته سزا ورکړو، بلاخره یې په حضرت عثمان باندې (رض) اوبه هم بندې کړي.

د حضـــرت عثمان خـــط.

امام ابن جریر طبري (رح) روایت کوي،کله چې حضرت عثمان (رض) باندې اوبه بندې شوي، حضرت عثمان، حضرت علي کرم الله وجه او حضرت طلحه ته، او حضرت زبیر (رض)او حضرت عائشه صدیقي ته پیغام ولیکه،

( بانهم قد منعوا نا الماء فان قدرتم ان ترسلو الينا شياً من الماء فافعلوا) ما باندې باغیانو اوبه بندې کړي، که تاسو لږ اوبه ماته راوړی شی لږ زره اوبه ماته راوړئ!

حضرت ،علي کرم الله وجه، چې د اپیغام واوریده،فورا یې د اوبو نه مشکیزه ډکه کړه، او د حضرت عثمان (رض) کور طرف ته روان شو،

باغیانو چې علي (رض) ولید چې له اوبو ډکه مشکیزه ورسره ده، د حضرت علي نه یې مشکیزه واخیسته او اوبه یې ورته تویې کړي،

حضرت علي(رض) یې بیرته کورته  په تګ مجبوره کړ،

حضرت علي باغیانو ته وویل: ای د خدای ناترسو خلکو،داسې کار خو مسلمان پرېږده چې کافر هم نه کوي، چې هغه دې اوبه او روټۍ په چا بنده کړي، داسې کار خو دروم او فارس کفار هم نه کوي،هغوی قیدیانو ته داوبو او روټۍ سهولتونه ورکړي، تاسو ته شرم نه درزي،

تاسو په کوم دلیل حضرت عثمان محاصره کړی ده!

تاسو په کوم دلیل د حضرت عثمان قتل روا کړی ده!

دعلي کرم الله وجهه خبرو هیڅ کوم اثر پر باغیانو ونه کړ. او محاصره همداسې تر څلویښت ورځو وغزیده،

ځینو مورخینو نهه څلویښت ورځې محاصره لیکلې، ځینو بیا شپیته او ځینو اویا ورځې محاصره لیکلې ده.

یوه ورځ حضرت عثمان نه چا پوښتنه وکړه، عثمان  نن څلوېښت ورځې شوي، تا اوبه ندې څکلې، مونږکه درې ورځې اوبه ونه چيکو مونږ کې حیات ختم شي،نن څلوېښت ورځې ـ شوي او تا اوبه ندې څکلې، تاکې حیات شته،  ته لا ژوندی یې،  دا څه وجه ده؟

عثمان ځواب ورکوي وایې: ماباندې چې کله تنده غلبه وکړي، زه تږی شم، تنده راباندې غالبه شي، زه قران راواخلم او دقران تلاوت شروع کړم، الله(ج) زما تنده ختمه کړي. سبحان الله!

حضرت عثمان د خپل کور په چت اعلان کوي.

یوه ورځ عثمان (رض) دخپل کور په بام ودرېده اعلان کوي،

ای! دبهر نه راغلیو خلکو اعلان واورئ!

تاسو ماباندې خطابت بند کړی ده،  تاسو ماباندې امامت بند کړی ده، تاسو ماباندې جماعت بند کړی ده،  ولې تاسو ته نده معلومه! چې یو خت مسجد نبوي وړوکی و،پیغمبر، ص، وویل چاچې دا ځمکه واخیسته او مسجد نبوي ته یې وقف کړه، ددې بدله کې به الله ،ج، جنت کې ځمکه ورکړي،هغه ځمکه ما واخیستله،او مسجد نبوي ته مې وقف کړه،

نو بیا ولې تاسو ماباندې مسجد نبوي بند کړی ده!

تاسو دې په خدای قســموي، چې یو وخت په مدینه منوره کې خوږې اوبه نه وي، صرف یو دانه  څاه و هغه هم دیهودي و، چې مسلمانان به یې نه پرېښودل،  هغه ماواخیست، او مسلمانانو ته مې وقف کړ،

نو تاسو بیا ولې ماباندې اوبه بندې کړي دي.

حضرت عثمان بیا اعلان کوي،  ای خلکو، پیغمبر، ص، خو په دریو حالاتو کې قتل روا کړی ده،

که چیرته زه مرتد شوی یم، راشئ ما قتل کړي،

که ما بې ګناه قتل کړی وي، راشئ ما قصاص کړي،

اسلام خو پرېږده که ما د کفر په حالت کې زنا کړي وي، راشئ مارجم کړي.

نو بیا ولې تاسو ماباندې دا هر څه بند کړي،

زما خطا څه ده،  زماګناه څه ده، چې زه تاسو کور کې بندي کړی یم.

نور بیا په دریمه برخه کې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button