طالبانو د یوې پوستې په نیولو سره ګڼ مهمات نیولي دي

کابل ټکی کام ۰۳غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د طالبانو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د دوی جنګیالیو بېګاه شپه د روزګان ولایت مرکز ترېنکوټ اړوند د دروېشان دباسالي سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوسته وسله وال برید ترسره کړ، چې د پوستې د نیولو تر څنګ یې ترې ګڼ شمېر مهمات هم ترلاسه کړل.
طالبانو ویلي دي، مقابل لوری د تلفاتو په لیدلو سره له پوستې څخه په تېښته بریالی شوی، چې پوسته او پکې ګڼ مهمات دوی ته پاتې شول.
«په پوسته کې له دښمن څخه یوثقیل ، درې کلاشنکوفونه ، یو چریکي هاوان ، یوه توپنګچه ، پنځوس دنارنجک مرمۍ ، ۲۰۰۰ نوري مرمۍ اوګڼ نورمهمات غنیمت شول.»
طالبانو همدا راز ویلي دي، چې جنګیالیو ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی.
د یادولو ده، په ورته وخت کې د همدې ولایت په چوره ولسوالۍ کې هم طالبانو یوه پوسته تر خپلې ولکې لاندې راوسته، چې ګڼ مهمات یې ترلاسه کړل.



