زه هغه څوک یم، چې دهغه په اړه به رانه د الله پاک په وړاندې پوښتنه کېږي

لیکنه: ابو حسام
ژباړه: م. حمــــد الله (دانشمــــند)
یوه ورځ د اسلام دوهم خلیفه (عمر – رضی الله عنه) د خلافت پر مهال په سخته ګرمي کې غرمه را و وت په داسي حال کې، چې منډې یې وهلې، یوې خوا او بلې خوا ته یې کتل.
د عثمان (رضي الله عنه) د کور له درېڅې پرې سترګې و لګېدې. خادم ته یې کړه: هاغه څوک دا راز روان دی؟
هغه ور غبرګه کړه: هغه امیر المؤمنین (عمر – رضي الله عنه) دی!
سیدنا عثمان (رضي الله عنه) ور غږ کړ: اې امیر المؤمنینه!
هغه (رضي الله عنه) ور و کتل.
سیدنا عثمان (رضي الله عنه) ورته و فرمایل: څنګه دا راز روان یې؟
هغه (رضي الله عنه) ورته و فرمایل: یو اوښ د زکاة له مال نه، تښتېدلی، د هغه په لټه کې یم.
سیدنا عثمان (رضي الله عنه) ورته کړه: دلته سایې ته راشه، يو ګیلاس سړې اوبه به و څښې. د اوښ په لټه پسې به زه خپل خادم و لېږم.
هغه (رضي الله عنه) داسي په وېرېدونکې لهجه ورته وویل: زه هغه څوک یم، چې دهغه په اړه به رانه د الله پاک په وړاندې پوښتنه کېږي، بیا د هغه په لټه پسې روان شو.
رضي الله عنهم، وارضاهم!



