امریکا: هبة الله مو په تور لست کې نشته، غوښتنه ترې کوو چې د سولې خبرې وکړي

کابل ټکی کام فرید احمد ۶ غبرګولي/جوزا ۹۵
امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو نوي مشر ته یې د خبرو وړاندېز کړی دی، او دا یې مهمه وبلله چې شیخ هبة الله آخندزاده د امریکا په تور لست کې ندی راغلی.
امریکا د طالبانو نوي مشر ته دا وړاندې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې امریکايي ډرون الوتکو د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په ډرون حمله کې له مینځه یووړ.
هغه وویل چې طالبانو ته یو ځل بیا وړاندېز کوو چې د سولې خبرې دې راسره وکړي او افغان لانجې ته دې د پای ټکی کېښودل شي.
خو افغان دولت بیا طالبانو ته په مسلسل ډول ګواښونه کوي چې امریکايي ډرون الوتکې به طالبان یو په بل پسې په نښه کړي، نو ځکه هم باید طالبان له جنګ څخه لاس واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هيله وښوده چې شیخ هبة الله آخندزاده به د سولې وړاندېز ومني.
پرون د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې د طالبانو نوی مشر ددوی په تور لست کې نشته دی، خو له دې وړاندوینې څخه یې ډډه وکړه، که چېرې شیخ هبة الله آخندزاده له خبرو انکار وکړي، امریکا به یې په نښه کړي او کنه.



