د جهاد فقهي مسائل (يوولسمه برخه)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

(٧) د شرعي حدودو مراعت ساتل

په جهاد او پرته له هغه په هر وخت کې بايد د شرعي حدودو پوره پابندي وساتل شي، هغه څه چې خداى تعالى پرې امر کړى په پوره اخلاص او ريښتينولي سرته ورسول  شي، او له هغه څه څخه چې منع يې ترې کړې ځان وساتل شي، خداى تعالى فرمايي (تلک حدود الله فلا تعتدوها ومن يعتد حدود الله فاولئک هم الظالمون( يعني  دغه په قرآن کې ذکر شوي د خداى تعالى حدود دي، تاسې له هغو څخه سرغړونه مه کوئ، او چا چې د خداى تعالى له حدودو سر وغړاوه ظالمان دي، واقعا کوم شى چې مسلمان د کفر په مقابل کې کاميابوي هغه اسلام او تقوى ده، د الهي حدودو مراعت کول په انسان کې تقوى او پرهيز ګاري  رامنځته کوي، که د خداى تعالى حدود مراعت  نشول  نو انسان متقي او پرهيز ګار نشي جوړيدى، له تقوى او پرهيز ګاري پرته د مسلمان (مجاهد) کاميابي مشکله ده، په صحيح حديث کې له پيغمبر عليه السلام څخه روايت  شوى چې فرمايي )ان الله  حد حدودا فلا تعتدوها وفرض فرائضا فلا تضيعوها(

 ژباړه: رسول الله  (ص) مبارک فرمايي خداى تعالى چې کوم حدود تاسې ته  ښودلي له هغو څخه تيرى او سر غړونه  مه کوئ، او هغه  فرائض چې  پرتاسو يې  فرض کړي مه ضايع کوئ.

(٨) په دعا سره له خداى (ج) نه مرسته غوښتل

په دعا، راز، نياز،  سره  له خداى (ج) نه مرسته غوښتل هغه وسله ده چې په دنيا کې يې  سارى او ضد نه موندل کيږي، ځکه په دعا سره مسلمانانو ته رحمت او کمک نازليږى، د بدر په جګړه کې کله چې مسلمانانو  له خداى (ج) څخه کمک وغوښت هغه ورته په زرګونو ملايکې را وليږلې او د هغوى په وسيله يې دکفر لښکر زير او زبر کړ، په دې هکله خداى تعالى فرمايي)اذ تثتغيثون ربکم فاستجاب لکم انى ممدکم بالف من الملائکة مردفين(

ژباړه: ياد کړئ هغه وخت چې تاسو استغاثه طلب د مدد وکړ له خداى (ج) خپل نه ما قبول کړ او ستاسې د مرستې لپاره مې يو زر ملايکې د رديف په شکل دروليږلې،خپله خداى تعالى بندګانو ته وايي چې زما څخه کمک وغواړئ زه به يې درکړم او ستاسو دعا قبلووم )وقال ربکم ادعونى استجب لکم( وويل پر وردګار ستاسو ما را وبولئ ځما نه کمک وغواړئ،دعا وکړئ زه يې  قبلووم،  په بل ځاى کې فرمايي )واذا ساًلک عبادى عنى فانى قريب اجيب دعوة الداعى اذا دعانى(  

خداى تعالى خپل  پيغمبر (ص) ته وايي کله چې  زما بندګان له تا نه زما په هکله پوښتنه وکړي ورته ووايه زه نزدې يم او کله چې څوک  دعا وکړي قبلووم  يې، حضرت على (کرم الله وجهه)  وايي د حضرت محمد (ص) امت  ته  درى ځا نګړي خواص ور په برخه شوي کوم چې نورو  امتونو نه در لودل  (١) دا چې  پيغمبر (ص) يې  په خپل امت  شاهد دى او امت يې په نورو امتونو (٢) دا چې په دين کې يې خرج نشته (٣) دا چې کله دعا وکړي نو خداى تعالى يې قبلوي.

 د اسلام سر ښندونکي (مجاهدين) بايد په ډيرو سختو او حساسو شرائطو کې حوصله له لاسه ورنکړي، د وسلې او مهماتو د نشتوالي او د جګړې د سخت شدت  په وخت کې د خداى  (ج) په دربار کې په راز، نياز، اخته اوسي، دعا وکړي او له خداى تعالى څخه نصرت اوکاميابي وغواړي، انشاء الله چې خداى تعالى خپل لښکر بې مرستې نه پريږدي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button