منصور صیب! ما وبخښه!

دوکتور مطیع الله پتمن

زه د یوه عام مسلمان ، افغان ، مجاهد او قلموال په حیث د وخت د یوه داسې شهید له اروا څخه د بخښنې جسارت کوم، چې په ټول ژوند کې يې آن یو ځل هم ځانته د امیرالمؤمنین ، جلالتمآب، سر قومندان اعلی، مارشال او کومې بلې رتبې او ترفیع د خطاب په اړه فرمان صادر کړی، خو بیا یې هم له نامه سره د «شهید امیرالمؤمنین» توري زما د زړه په تخته لیک دی.
زه نن هغه امیرالمؤمنین یادوم چې تر قیامته به په همدې نوم یادېږي، هو د ۲۱ پېړۍ شهید امیرالمؤمنین!! دغه امیرالمؤمنین نه له اسمانه را کوز شوی او نه د شرق او غرب له کوم پوهنتونه را پراشوټ شوی، بلکې د هغه ټول ژوند زما په مخ کې د یوې ژوندۍ صحنې په څېر تېر شو، خو د یوې تمثیلي صحنې په توګه نه بلکې د یوې واقعي صحنې په توګه! یعني دا چې هغه د افغان خاورې یو عادي او سپېره طالب و، په حجرو او مدرسو کې را لوی شو،په کلیو او اطرافو وګرځېده، مجاهد شو، سیاستوال شو، حکمران شو، قومندان شو، بندي شو، را خلاص شو،مهاجر شو، را ستون شو، بیا کډه په سر شو،د نړۍ د زبر ځواک په تورلیست  کې شامل شو، امیرالمؤمنین شو او بالاخره شهید شو!

منصور صیب، ما وبښه!
که ما په ژوندکې چېرته ستا خړه حجره ، سپېرې جامې، ړنګه بنګه لنګوټه، تڼاکې او په خاورو لړلې پښې لیدلې وای، نو به مې هېڅکله پر تا دا تور نه و پورې کړی، چې ګنې مشره ته چې په ماڼۍ او مسترح ژوند کې زما د جذبولو او میدان ته د راوتلو خبره کوې، نو ناحقه کوې.

منصور صیب، ما وبښه!
که ما ستا مسلماني، وفا او بې له تبعیضه او امتیاز پرته ټولو ملګرو ته په یوه سترګه نه کتل یاد کړي وي او دا تور مې درباندې لګولی، چې یوازې د قرب للسلطان په اساس یوازې ځان ته نږدې کسان پالې، اکمالوې او ساتې،نو ما ته بښنه وکړه، ځکه که تاسو واقعاً همداسې کولای، نو نن خو به دې پټ او ښکاره درباریان چا ته جوت شوي وای خو نه داسې نه وه. زه تېروتلی وم.

منصور صیب ما وبښه!
زما په څېر ډېرو به پر تاسو د جاه طلب، موقع پرست، خودخواه  ، عیاش او یوه کودتاه‌چي شک کاوو چې تل به د قدرت په نشه کې د ارام ژوند په لټه وې، خو نه داسې نه وه. بلکې تا هر خپه او زما په څېر ناسم پوه شوي تګماران هر یو جلا جلا وپوهاوه، په هر بیه په دې وتوانیدې چې قناعت ورکړې، تر خپل واک ورته تېر شي ما ستا ستړې ، سرګردانۍ او شېبه په شېبه د موقعیت بدلون، د ملګرو د اکمال او تجهیز لپاره آن هغه مړۍ ډوډۍ چې بیت المال او شریعت دواړو تا ته د اولادو سره یو ځای د نوش کولو جواز درکړی و، خو ته بیا هم له هر څه لیرې او په پردیسۍ کې له دنیا ولاړې.

منصور صیب ما وبښه!
ما به شاید یو ځل د انسي شیطانانو په مجلس کې دا یادونه کړې وي، چې د بیعتونو او ځان واک ته رسولو لپاره به دې ډېرو ته بډې او رشوتونه ورکړې وي، خو د نړۍ هېڅ عدالت به د هغه رشوت پرته چې تا ته د یوه مبرم ضرورت په بناء د عبور او مرور او سفرونو د اسانتیا لپاره د پردي ملک د هویت کارت او پاسپورټ لپاره دې ورکړی وي، بل هېڅ ثبوت ونشي موندلی.

منصور صیب ما وبښه!
ما تا ته هم د وطن د نورو رهبرانو په هنداره کې کتل، چې ارګاه بارګاه به دې وي، د موټریز کاروان یو سر به دې پر میوند او بل پر هلمند وي، خو ما ستا ملنګ فطرت او د بیت المال د حفاظت خوی نه و درک کړی، چې ته به یې له غمه مړ یې او آن د یوه عادي مسافر په څېر به د پنځو – لسو زرو د دربست موټر پر ځای تش د یوه سیټ کرایه ورکوې او هغه هم د دوه سوه کیلومتري سفر لپاره!

منصور  صیب ما وبښه!
ما ګومان کاوو، چې ستا بچیان به هم د استاد رباني، سیاف او ګلبدین په څېر د ترکیې، دبۍ ، امریکا، لندن، اسلام اباد او تهران چکرې وهي او هلته به د نړۍ په کوم غوره پوهنتون او یا دارالعلوم کې درس وایې، خو ستا د اسلامپالنې او مبارزې په وجه کفارو او د هغوی جاسوسانو دا پراخه نړۍ دومره درباندې تنګه کړې وه، چې ځان خو دې هېر وو، ایله پکې د خپلو یتیمانو او نورو یتیمانو او در به درو د خونديتابه او استوګنې لپاره د سر پناه په غم کې شپه ورځ وکړیدې.

منصور صیب ما وبښه!

چې ما د دې دومره استعداد، رسنیو او ټولنیزو شبکو ته له لاسرسي سره سره ستا په اړوند بشپړ او کره معلومات ترلاسه کړي نه وو. تا ته به مې د نورو مافیايي کړیو، مجازي شخصیتونو، د نورو په لاس واک ته رسول شویو له کړکۍ در کتلي وو .

خو زه اوس پوه شوم ،چې ته څومره عالي ، ستر ، معظم ، ملنګ ، سپېڅلی او سرتېری رهبر یې!

نو اې د دې سپېڅلي او تش لاس انقلاب معظم شهید رهبره!

ما وبښه، خیر دی و مې بښه!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button